د امت څراغان؛ امین هذه الامة حضرت سیدنا ابو عبیده عامر بن الجراح رضی الله عنه

راټولوونکی: حبیب الرحمن محبُ الرسول

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: (لكل امة امين، وأمين هذه الأمة ابو عبيدة)

د اسلام او صحابه کرامو رضی الله عنهم د لښکر امیر، جنتي صحابي، بدري صحابي، د محمدي امت امین، دشام او روم فاتح، حضرت سیدنا ابوعبیده بن الجراح رضی الله عنه چي اصلي نوم یې عامر بن عبد الله بن الجراح ؤ او د قریشو د بنو فهد کورنۍ ته منسوب ؤ د سابقون الأولون صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه دی، د حضرت امیرالمؤمنین صدیق اکبر رضی الله عنه په دعوت هغه وخت په اسلام مشرف سو چي فخر الرسل صلی الله علیه وسلم دار ارقم ته نه ؤ داخل سوی.
حضرت ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه د بدري صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه ؤ هغه چي الله جل جلاله خپل رضاء ورته اعلان کړی ده او د عشره مبشرة صحابه کرامو څخه هم ؤ هغه چي محبوب صلی الله علیه وسلم پر یوه ځای پر لسو نفرو جلیل القدر صحابه کرامو رضی الله عنهم د جنت زیری وکړی.
او په هغو صحابه کرامو کي هم شامل ؤ چي تر وني لاندي یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس د سرښندني بیعت کړی ؤ چي په سورة الفتح کي الله جل جلاله د وني لاندي بیعت کوونکو صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین څخه خپل رضاء اعلان کړل.
کله چي حضرت ابو عبيدة رضی الله عنه د اسلام حق دعوت قبول کړی نو دا داسي وخت ؤ چي په هغه وخت کي اسلام قبلول د اور په سکروټو کښې د لاس ننه ايستلو په معنا ؤ خو ابو عبيدة رضی الله عنه دغه اور ته په ورین تندي او پوره افتخار سره ور ودانګل ځکه چي الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته له خپله ځانه ډیر ګران وه.
ابو عبیده رصی الله عنه یو سرښندونکی مجاهد ؤ او د زهد او تقوی صدق او امانتداري یو سمبول ؤ له همدې امله کله چي په نهم ۹ هجري کال کښې د نجران د خلګو نمایندګان مکې مکرمې ته راغلل او ویې غوښتل چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم استازی ورسره ولاړ سي او د حق دعوت او تعلیم ورته وکړي نو سرور کائنات صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل زه به له تاسو سره یو ریښتونی امانتدار وليږم یعني زما په امت کي تر ټولو امین کس ستاسي سره لیږم.
حضرت عمرفاروق رضی الله عنه فرمایي کله چي محبوب صلی الله علیه وسلم د لمانځه څخه فارغه سو نو راسته او چپه خوا ته یې کتل او ما به دځان د ورښولو لپاره ځان ورغځاوه تر څو چی دغه سعادت او د امین لقب را په برخه سي چي پدې وخت کي د محبوب صلی الله علیه وسلم نظر په ابو عبیده رضی الله عنه باندي ولګیدی او ورته یې وفرمایل: د دوی سره ولاړ سه او د دوی ترمینځ ددوی د خپل مینځي شخړو په هکله د حق فيصله وکړه او پدې وخت کي پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لكل امة امين، وأمين هذه الأمة ابو عبيدة ( د هر امت لپاره یو امین سته او ددې امت امین ابوعبیده دی )
حضرت ابو عبیده رضی الله عنه حبشې ته هم هجرت کړی ؤ او بيا د مدینې په لومړیو مهاجرینو کښې هم شامل وو.
ابو عبیده رضی الله عنه ته الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم او د اسلام مبارك دين تر مور او پلار او خپلو خپلوانو ډیر محبوب ؤ
ددې اثبات ابوعبیده رضی الله عنه د بدر په معرکه کښې ښکاره کړ چي دالله جل جلاله د خوښي لپاره یې د خپل پلار سر په توره ورپریکړ.
د احد په جګړه کښې چي مسلمانان په سخته ازموينه کښې ولویدل ابو عبیده رضی الله عنه د محبوب صلی الله علیه وسلم سره د خپلی بې حده میني څرګندونه داسي وکړل چي ابوبکر الصدیق رضی الله عنه وایي: د احد په ورځ په رسول الله صلی الله عله وسلم باندي یو سخت ګوزار داسي وسو چي د زغري د جنګي خولۍ دوې کړۍ دهغه صلی الله علیه وسلم د سر په دواړو خواوو ښخي سولي زه د هغه خواته ور روان وم کتل مي چي یو سړی پداسي تیزي د محبوب صلی الله علیه وسلم خواته ورغلی لکه چي په وزرونو الوزي او دا سړی ابوعبیده رضی الله عنه ؤ ما چي کله غوښتل چي د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم له سر نه کړۍ وباسم نو ابوعبیده رصی الله عنه راته قسم وکړ او ویې ویل: د الله جل جلاله روی مي در وړی دی دا کار ماته پریږده زه به یې وکړم او بیا یې په غاښو باندي د محبوب صلی الله علیه وسلم د خول یوه کړی راوایستله کله چي یې کړۍ وغورځوله د هغه غاښ هم ورسره وغورځیدی بیایې د بل مخ کړۍ په بل غاښ سره ونيوله هغه یې چي وایستله بل غاښ یې هم ورسره ووتی ددې زړه دردوونکي منظر په کتلو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارك مخ په وینو رنګ ؤ ابوعبیده رضی الله عنه په خواشیني سره وویل: څنګه به کامیابه سي هغه قوم چی د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم مخ یې په وينو رنګ کړ او هغه صلی الله علیه وسلم یې د پروردګار خواته دعوت کوي.
د رب جل جلاله دلاري دغه ستر مجاهد په ټولو غزاګانو کښې د یو تکړه قوماندان په صفت برخه واخیستله څومره لوی شان ؤ دابوعبیده چي د سلاسل په غزا کښې چي کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمرو بن العاص رضی الله عنه لپاره د مرستي لښکر ولیږه او په هغه کښې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه او حضرت عمر رضی الله عنه غوندي شخصيتونه شامل وه نو ابو عبیده رضی الله عنه یې ددغه لښکر قوماندان وټاکه.
د خبط په غزا کښې چي کله رسول الله صلی الله علبه وسلم څه د پاسه دری سوه تنه مجاهدین د حضرت ابو عبیده رضی الله عنه تر قیادت لاندي ولیږل پدې غزا کښې له مجاهدینو سره د خوراك لپاره د یو څه اندازه خرماؤو نه پرته نور څه نه وه حتی دومره سختي پرې راغله چي یو تن مجاهد ته به یې د ورځی یوه دانه خرما ورکوله ټوله ورځ به يوه سړی هغه يوه دانه خرما داسي رودله لکه ماشوم چي د مور تې روي اوبه یې ورپسې څښلې او په هغې به یې ګوزاره کوله او کله چې هغه هم ختمي سوې بیا به یې د ونو پاڼي خوړلې او اوبه به یې ورپسی څښلې خو د مجاهدینو په صبر او ثبات کښې څه سوستي رانغله.
د محبوب صلی الله علیه وسلم د رحلت څخه وروسته ابو عبیده رضی الله عنه د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه او عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دور کښې د الله جل جلاله په لار کښې جهاد ته ادامه ورکړه.
کله چي د شام او ایران د جګړو اوږده لړۍ شروع شوه ابوبکر صدیق رضی الله عنه د شام خواته ابو عبیده رضی الله عنه د فلسطین خواته عمرو بن العاص رضی الله عنه د اردن خواته شرحبيل بن حسنه رضی الله عنه او د دمشق خواته یزید بن ابي سفیان رضی الله عنه وټاکل خو د رخصتیدلو په وخت کښې یې ورته هدایت ورکړ چي که د د جګړی په ترڅ کښې تاسي يوځای کیدو ته اړ وزي نو بیا به ستاسي ټولو قوماندان ابوعبیده وي حضرت ابو عبیده رضی الله عنه چې کله روانیده ابوبکر صدیق رضی الله عنه تر مثنية الوداع پوری ورسره مشایعت وکړ او د رخصت په وخت کښې یې ورته وويل: ابوعبیده ښه عمل کوه چي ژوندی یې جهاد کوه چي مری شهید مړ سه الله جل جلاله دي ستا عملنامه ستا په راسته لاس کښې در کړي په دنیا او اخرت کښې دی ارمان پوره سه په الله جل جلاله قسم زه هیله من یم چي ته له هغو خلګو څخه یې چي د الله جل جلاله څخه ډیر بیریږي د دنيا سره یې مینه نه وي، داخرت غوښتوونکي وي، الله جل جلاله په تا باندی ډیره پیرزوینه کړیده چي ته د اسلام دلښکر د مشر په حیث د الله جل جلاله د دښمنانو سره د جنګیدو لپاره روان یې نو کوم خلک چي د الله جل جلاله څخه منكره دي، د الله جل جلاله سره شریك نیسي او د دروغو خدایان یې ځان ته نیولي دي له هغو ټولو سره جهاد وکړه.
الله جل جلاله حضرت ابوعبیده رضی الله عنه ته پدې سترو جنګونو کښې ستره فتح په نصيب کړل دشام او روم لښکرو ته یې ماتي ورکړه او په بې شمیره سیمو کښې د توحید بیرغ ورپیده.
په عمری خلافت کي حضرت عمر رصی الله عنه دشام د اوږدو جګړو په ترڅ کښې حضرت ابوعبیده رضی الله عنه ته دحضرت خالد بن ولید رضی الله عنه په ځای د قومانداني فرمان ولیږه هغه دا فرمان پټ وساته او د جګړې له پای ته رسیدو نه وروسته یې ورکړ، خالد بن وليد رضی الله عنه وويل: ابو عبيده! الله جل جلاله دي په تاباندی رحم وکړي ولي دي همغه وخت خبر نکړم چی دغه فرمان درته رارسیدلی وو؟ امین الامة رضی الله عنه جواب ورکړ: انی کرهت أن اكسر عليك حربك وما سلطان الدنيا تريد ولا للدنيا نعمل كلنا في الله اخوة ) ما داښه ونه ګڼله چي جګړه درباندی خرابه کړم، موږ خو نه دنیوي اقتدار غواړو او نه د دنیا لپاره کار کوو، موږ ټول د الله جل جلاله په لاره کښې وړونه یو.
ابوعبیده رضی الله عنه د یرموک په هغه سخته او قاطع غزا کښې د اسلامي او جنګیالي لښکر امیر ؤ په دغه جنګ کي د کفارو او رومیانو شمیر تقریبا اووه لکه ۷۰۰۰۰۰ ؤ او د مسلمانانو شمیر دوولس شمیره یا پنځه ویشت زره ؤ چي وروسته الله جل جلاله فتحه مسلمانانو ته ورکړل او د روم د فتحه کولو لپاره لاره خلاصه سول او د هرقل پایتخت ته مسلمانان ورسیدل.
کله چي شام فتحه سو نو عمرفاروق رضی الله عنه د مجاهدینو سره د ملاقات لپاره هلته ورغلی نو هلته د لښکر قومندانانو د مسلمانانو د امیر عمر فاروق رضی الله عنه ډوډۍ وکړله خو ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه د امیرالمؤمنین رضی الله عنه ډوډي ونکړله نو امیرالمؤمنین رصی الله عنه ابو عبیده رضی الله عنه ته وویل: ټولو قومندانانو زما میلمیستیا وکړله خو یوازي ته یې چي زما ډوډي دي ونکړله، ابوعبیده رضی الله عنه ورته وویل که چیري ته زما ځاي ته راسي نو وبه ژاړی خو عمر فاروق رضی الله عنه ورته وویل چی یا خامخا درځم نو ابو عبیده رصی الله عنه عمر فاروق رضی الله عنه ته دعوت وکړی، کله چي عمر فاروق رضی الله عنه د امین الامة ابوعبیده ابن الجراح رضی الله عنه خیمې ته ورغلی نو ویې کتل چي هلته هیڅ شي نسته فقط د خیمې په یو څنډه کي ریګ پراته وه او د آس زین پروت ؤ چي پر ریګو به ابو عبیده رضی الله عنه پریوتی او د آس زین یې تر سر لاندي کاوه، کله چي عمر فاروق رضی الله عنه کښینستی نو ابوعبید بن الجراح رضی الله عنه ورته د وچه ډوډي څو پارچې،مالګه او اوبه راواخیستلی ویل دا وخوره، کله چي عمر فاروق رضی الله عنه دا حال ولیدی نو ډیر یې وژړل او ابو عبیده رضی الله عنه یې په غیږ کي ونیوی او ورته یې وویل چي یوازي ته زما ورور یې پر تا دنیا کوم تاثیر ندی کړی.
ابو عبیده رضی الله عنه د عمر فاروق رضی الله عنه څخه مخکښې وفات سو.
حضرت عمر رضی الله عنه يوه ورځ وفرمايل: لو كان ابو عبیدہ بن الجراح حيأ لاستخلفته فان سالنی رب قلت استخلفت امين الله و امین رسوله ( یعنی که ابو عبیدہ بن الجراح رضی الله عنه ژوندی وای ما به خپل جانشین ټاکلی وای او که الله جل جلاله د هغه په اړه زما څخه پوښتنه کړی وای مابه ورته ویلي وای چي ما دالله جل جلاله او رسول الله صلی الله عنه امین خپل جانشین ټاکلی وو.
دا د ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه مقام ؤ.
*(رضی الله عنهم ورضو عنه)*

مأخذونه:
اسدالغابه
البدایه والنهایه
حیاة الصحابه
حقپالونکي
تاریخ ابن حیات الله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button