مسلمانه مېرمن له کوره د باندې!! / درېيمه او وروستۍ برخه

سعد کټوازی
شپږم: د جامې شرط دا دی چې د فخر او ځان ښودنې جامه به نه وي: ابوداؤود او ابن ماجه نقل کوي چې رسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم وايي: ” من لبس ثوب شهرة ألبسه الله يوم القيامة ثوبا مثله ، ثم يلهب في النار” چا چې (په دنيا کې) د ځان ښوودنې جامه واغوستله، الله تعالی به د آخرت په ورځ همداسي جامه ور واغوندي او بيا به په دوزخ کې پرې لمبه کړله شي.
له همدې وجې چې (نن سبا) څوک د تر وس پورته بيې جامې اغوندي، يواځي د فخر او پر خلکو او پر ځانګړې پر مېرمنو د ځان لوړ ګڼلو لپاره وي، د ځان پټولو لپاره نه وي.
اووم دا چې د کافرو ښځو جامو ته به ورته نه وي: د مجادله مبارکې سورې۲۲م ايات شريف ﴿ لا تجد قوما يؤمنون بالله واليوم الآخر يوادون من حاد الله ورسوله ولو كانوا آباءهم أو أبناءهم أو إخوانهم أو عشيرتهم ﴾ وايي: څوک داسي مؤمن نشې موندلای چې مؤمن هم وي، خو له الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله عليه وسلم سره دښمني کونکو سره دوستي کوي، که څه هم پلرونه، اولادونه، وروڼه او کورنۍ يې وي.
همدارنګه له کافرانو سره ورته والی د اسلام د بد ګڼلو پر مانا او په نورو د هغه د لارښوونو د بدلون هڅه ده او همدا ګناه هم ډېره لويه ده.
ابوداود په خپل سنن او حاکم په خپل مستدرک کې له حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه نقل کړی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل: “من تشبه بقوم فهو منهم ” څوک چې له چاسره ورته والی او ځان برابروي، نو له هغه سره به (يې د قيامت په ورځ حشر هم) وي.
نو د همدې حديث پر بناء يو دا چې چا هم داسي جامې واغوستلې چې د کافرو ښځو جامو ته ورته وي، هغه به له کافرو ښځو سره حشر کېږي او بل دا چې چې کفارو سره ځان برابرول او د کفارو سټايل کول په ښکاره داسي ښيي چې له دوی سره په زړه کې مينه لري او دا ډېر خطرناک کار دی.
په لنډه توګه پر لاره د يوې مسلمانې مېرمنې کړه وړه په لاندې ډول وي:
۱:- سترګې ټيټې ساتي. ۲:- له حيا سره قدم اخلي. ۳:- له اړتيا پرته ډېر يو او بل خوا نه ګوري. ۴:- د کلي او کوڅو له خلکو سره ډېرې خبرې نکوي. ۵:- د پردې التزام او پابندي کوي. ۶:- خبرې په عاجزۍ او د پردو د فرماندارۍ په انداز نکوي. ۷:- ښه او نېکه خبره کوي. ۸:- ړنګه بنګه او پر ناز او نخرو نه ځي. ۹:- په موټر او نورو سوارليو کې له پرديو سره يواځي او له محرم پرته نه ځي. ۱۰:- او هر وخت يو محرم ورسره وي.
ب: مېرمن په مدرسه کې: مېرمن چې له کوره مدرسې يا مکتب ته ځي، نو يا هلته د استاد په توګه دنده لري او ياهم خپله زدکړياله او شاګرده وي.
چې استاده وي:
مسلم شريف کې حديث دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل: “من دل على خير فله مثل أجر فاعله ” چاچې د نېکۍ لارښوونه وکړه، هغه ته د (همدې) نېکۍ د کونکي په اندازه ثواب ور کول کېږي. همداراز مسلم شريف کې يو بل حديث کې هم راځي، وايي: “من دعا إلى هدى كان له من الأجر مثل أجور من تبعه لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا، ومن دعا إلى ضلالة كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا” چاچې نورو ته د سمې لارې لارښوونه وکړه، دومره ثواب به ور کړل شي لکه د ده د لارښوونې منونکو ته چې ور کول کېږي، ذره هومره به هم ترې نه کمېږي، خو چاچې نورو ته د بېلارۍ لارښوونه وکړه، د هغه وبال او ګناه به هومره وي لکه د ده په لارښوونه چې نور څومره ګناهګار شوي دي، ذره هومره به ترې نه کمېږي.
يو بل متفق عليه (بخاري شريف او مسلم شريف دواړو نقل کړی) حديث وايي: “لأن يهدي الله بك رجلا واحدا خير لك من حمر النعم ” چې الله تعالی ستا پر لاس يواځي يو تن نېکې لارې ته راولي، دا ستا لپاره له دې هم غوره دی چې حمرالنعم غر (په اندازه سره زر) در کړل شي.
دغه او ځينې نور حديثونه د علم/پوهې پر فضيلت او د هغې د څښتنانو لوړې رتبې ښيي او يو مسلمانه مېرمن هڅوي ترڅو دين ته بلنه او مسلمانو مېرمنو ته يې ښوونه وکړي او ويې وروزي او د ښځو لپآره تر دې غوره او لوړ عمل نشته، خو مېرمن د دغه دروند مسئوليت ترسره کولو پر مهال بايد ځينې چارې ترسره کړي.
که مېرمن مدرسه/مکتب کې استاده وي: په چارو کې اخلاص بايد ولري، ټګي به نه وي، رسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم وايي: ” من غشنا فليس منا” چا چې له ټګي راسره وکړه، هغه له مؤمنانو څخه (د پوره ايمان څښتن) نه دی.
پر مسلمانه استاده لازمه ده چې پرده ولري او د شرعي پردې التزام وکړي، له مدرسې د وتلو پرمهال دې سينګار نه کوي ترڅو شاګردانې هم هغې ته پر کتو له سينګار څخه ډډه وکړي.
که استاده له مدرسې په سينګار کې وځي او د شرعي پردې پابنده نه وي، نو په دې سره د شاګردانو لپاره بد او د ګناه لارښود جوړېږي، ډېره نادره دا چې يوه استاده شاګردانو ته د شرعي پردې کولو وايي او د وتلو پر مهال يې له سينګار څخه يې منعې کوي، خو خپله يې بيا پابندي نه کوي، سره له دې چې الله تعالی له دې کاره منعه فرمايلې ده، د بقرې مبارکې سورې۴۴م ايات ﴿ أتأمرون الناس بالبر وتنسون أنفسكم وأنتم تتلون الكتاب أفلا تعقلون ﴾ وايي: تاسې خلکو ته د نېکۍ وايئ؟ او ځانونه هېروئ؟ سره له دې تاسې کتاب وايئ، نو (بيا لا) هم نه پوهېږئ؟.
همدارنګه د صف مبارکې سورې ۳ ايات ﴿ كبر مقتا عند الله أن تقولوا ما لا تفعلون ﴾ وايي: دا د خدای جل جلاله په نزد ډېر مبغوض کار دی چې هغه څه وايئ چې کوئ يې نه.
يو شاعر هم وايي:
لا تنه عن خلق وتأتي مثله / عار عليك إذا فعلت عظيم
داسي کار څخه څوک مه منعې کوه چې هغه رنګه کار ته خپله کوې، که داسي دي وکړل، دا ستا لپاره ډېر ستر پېغور دی.
همدارنګه استادې مېرمنې ته شاګردانو سره ښه چلند او ورسره نرمي پکار ده، مسلم حديث نقل کړی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وايي: ” إن الرفق لا يكون في شيء إلا زانه ولا ينزع من شيء إلا شانه ” داسي کار نشته چې نرمي پکې وي خو ښکلا ور نکړي او داسي کار نشته چې نرمي پکې وشي او بدرنګه نه وي، همدارنګه په يو متفق عليه حديث کې وايي: ” إن الله رفيق يحب الرفق في الأمر كله ” الله تعالی نرم دی، په هر کار کې نرمي خوښوي.
له شاګردانو سره د نرمۍ ځينې لارې چارې په لاندې ډول دي:
۱:- د تېروتنې په صورت کې يې په پټه او ګوښه پوهول او تېروتنه يې نه افشاء کول ترڅو شرمنده نشي. ۲:- له نيکيو سره يې مينه ور پيدا کول او هغو ته يې بلنه. ۳:- نېکي ورسره کول او نېمګړتياوې يې نه پلټل. ۴:- په دنيوي چارو کې يې له پوهې سره سم او معقوله چشم پوشي او در ګذر. ۵:- د خوشکې پر مهال يې په راسب کولو نه ګواښل. ۶:- د تېروتنې په صورت کې لومړی ورته نصيحت، ورسته تهديد او بيا يې خبروکول.
نو کله چې يوه نېکه مېرمن په مدرسه/مکتب کې استاده وي کړه وړه يې په لاندې ډول وي:
(۱) الله تعالی فرمانبرداره او د لمنځونو پابنده وي. (۲) د الله تعالی ذکر ډېر کوي. (۳) دين ته پر قول او عمل بلنه کوي. (۴) پر ښو کارو امر (بالمعروف) او له بدو کارو منعه (عن المنکر) کوي. (۵) خبرې يې ښې او ګټورې وي. (۶)شاګردانو ته د نېکۍ لارښوده وي. (۷) او شاګردانو ته ښه درس وايي.
چې شاګرده وي: که مسلمانه مېرمن په مدرسه/مکتب کې شاګرده وي، نو لاندې کړه وړه بايد ولري:
(۱) په هر حال کې د الله تعالی فرمانبرداره وي. (۲) په مدرسه او کور دواړو کې د لمانځه پر خپلو وختونو کولو پابنده وي. (۳) د نېکانو ناسته ولاړه خوښوي. (۴) او د الله تعالی په خوښه د برياليتوب لپاره لاندې کړنې عملي کړي.
الف- نيت پاک کړي: داسي چې علم او پوهه يواځي د الله تعالی د خوښۍ ترلاسه کولو په نيت ترلاسه کړي، د دنيا د کوم غرض په نيت نه وي، نېکي د دې لپاره وپېژني چې ترسره يې کړي او بدي د دې لپاره چې ځان ترې وساتي، مسلم شريف نقل کوي چې رسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم وايي: “من سلك طريقا يلتمس فيه علما سهل الله به طريقا إلى الجنة” څوک چې يوه لاره ونيسي ترڅو علم پکې ترلاسه کړ، الله تعالی به ورته د جنت لاره اسانه کړي، همدا رنګه په يو متفق عليه حديث کې دي چې “إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى” د هر کار مدار يواځي پر نيت وي او چا چې هم کوم نيت کړی وي، له همغه نيت سره سم به يې بدله تر لاسه کوي
ب- له لوستلو وړاندې (مطالعه/کتاب کتل) او وروسته تکرار.
ج- د استادې درس او کتاب تشريح کولو ته ښه غوږ نيول او ځير اوسېدل.
د- له استادې د هغو ټکو بيا پوښتل چې نه وي پرې پوه شوې، خو له ادب سره او د زدکړې په غرض، داسي نه چې استادې ته تکليف ور کړي. پوهان وايي: د علم او پوهې کيلي دوه شيان دي: يو په ښه ډول پوښتنه او بل درس ته ښه غوږنيول.
هـ – خواري او ښه څېړنه، کورنۍ او د استادانو لخوا ورکړل شوې دندې ترسره کول، له بې ګټې تېرېدو څخه د وخت ساتل، وايي: د کوم څېز تر لاسه کولو چې خواري وشي، ترلاسه به يې هم کړي او چې څه کرې هغ هغه به ريبې هم.
و- الله تعالی چې پر څه امر کړی او يايې له څه څخه منعه فرمايلې ده، په هغو کې د الله تعالی فرمانبرداري او پر هېزګاري، حضرت علي کرم الله وجهه وايي: پرهېزګاري د الله تعالی له لوړ شان څخه وېره، په قرآن کريم باندې عمل کول او د آخرت لپاره تياری کول دي، نو څوک چې د الله تعالی لپاره پرهېزګاري کوي، الله تعالی به يې لاره ورته وښيي. د بقرې د مبارکې سورې۲۸۲م ايات ﴿ واتقوا الله ويعلمكم الله﴾ وايي: له الله تعالی ووېرېږئ او الله تعالی به تاسې پرې وپوهوي.
ز- ډېرې دعاکول، په دعا کې الله تعالی ته ټينګار کول او د خپلو چارو ټېنګ هوډ، د طاها مبارکې سورې۱۱۴م ايات ﴿ وقل رب زدني علما ﴾ وايي: او ووايه ! ای خدايه ماته پوهه راکړه.
ح- د استادانو درناوی کول.
ط- د الله تعالی ډېر ډېر يادول/ذکر کول. او دا ټول د الله تعالی، د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم او په پرهېزګارۍ کې را نغښتي دي.
ج: مېرمن په ښار کې:
په ښار کې بايد د مېرمنې کړه وړه په لاندې ډول وي:
۱:- د الله تعالی له ياده به نه غافله کېږي/ذکر به کوي. ۲:- له خپلې کورنۍ به يو محرم (داسي نارينه چې نکاح او واده يې ورسره روا نه وي) ورسره وي. ۳:- له نارينوو سره له ناستې ولاړې او د نارينوو له ګڼې ګوڼې به ليري ځان ساتي. ۴:- له اړتيا او ضرورت پرته به له کوره نه وځي، خو چې د کومې اړتيا له وجې بازار ته ووځي، نو د اړتيا پوره کېدو سره سم څومره چې زر وي کورته به راځي. ۵:- سينګار او د بدن هغه غړي به نه ښکاروي چې فتنه ترې جوړېږي. ۶:- له کوره به په پټ ځان او پّ پرده کې وځي.
د: مېرمن په ناستو او مجلسو کې:
په ناستو او مجلسو کې بياد مېرمن لاندې کړه وړه ولري:
۱:- الله تعالی به يادوي او ذکر به کوي. ۲:- د ژبې ساتنه به کوي، نه به غيبت او نه به دروغ او بله ګناه پر کوي. ۳:- که واده شوې وي، د خپل خاوند رازونه به پټ ساتي. ۴:- له شکمنو او داسي مجلسو به ځان ساتي چې پکې له نارينوو سره د ګډون وېره وي. ۵:- د بد اخلاقۍ، بې هوده خبرو او هغو ناستو او مجلسو څخه به ډډه کوي چې وخت بې ګټې پر تېرېږي. ۶:- په خبرو او کړنو به ښو او نېکو کارونو ته بلنه کوي. ۷:- خپلو محرمو نارينوو ته به د بلې مېرمنې ښايست نه را لوڅوي.
له دې څخه موږ درک کولای شو چې په خبرو، کړو وړو، خويونو، ادب، تګلاره او ټولو کړنو کې مسلمانه مېرمن خامخا له نورو څخه جلا وي، ځکه دا خو په ټولو چارو کې په قرآن کريم منګولې لګوي او په کور، بهر، ښار او مدرسه کې هر ډول ژوند کړنلاره يې د هغه او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم پر سنتو ولاړه وي، کټ مټ داسي لکه هغه چې د عمل پر ژبه وايي: ﴿قل إن صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي لله رب العالمين﴾ ووايه: بدني او مالي نېکۍ، ژوند او مرګ ټول مې د الله رب العالمين لپاره دي.
پای !!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: