اوس هم د امریکا د امنیت لپاره قرباني؟

عنایت الله خاموش
په داسې حال کې چې د امریکا په ګډون، نړیوالو اشغالګرو خپلې غوټې تړلي او له افغانستان څخه د وتلو تابیا نیسي؛ دلته به یو داسې وسله واله ملېشه په میراث پرېږدي چې شل کاله یې د خپل ملت په وړاندې وجنګوله او د دغې جګړې په بدل کې فوځي تجهیزات او مالي امکانات ورکول. امریکا او متحدین یې، د دوی په خبره افغانستان ته د ښې حکومتولۍ د رامنځته کېدا او امنیت د خوندي کېدا په موخه نه ول راغلي؛ بلکې دلته یې خپلې ځانګړې موخې درلودې او هغه دا چې د القاعده او دوی ته د بېښېدونکې ګواښ ختمول و، چې د دوی په خبره اوس دې موخې ته رسیدلي او امریکا و متحدینو ته پېښدونکی ګواښ او د القاعده ډله یې له منځه وړي.
خو د کابل رژیم مشران چې له یوې خوا ځانونه د افغانانو د ساتنې مدافعین بولي، بل لور ته له غربي رسنیو سره په مرکو او خپلو عسکرو ته په ویناو کې په دې ټینګار کوي چې دوی د نړیوال امنیت د خوندیتو په موخه قربانۍ ورکړي او د نړیوالو د ساتنې په موخه له ترهګرو(!) سره جنګېدلي. اوس خبره دا ده چې، که چېرته دوی د نړیوالو امنیت خوندي کاوه او د هغوی لپاره یې قربانۍ ورکړي بیا ولي وايي چې د افغان ملت ساتنه کوي او همدارنګه نړیوال یې ولي په نیمه لار پرېږدي، خپلې کډې باروي؟ او که چېرته دوی وایي چې، له افغان ملت څخه ساتنه کوي او په دې لاره کې قربانۍ ورکوي، بیا ولې په کنړ و ننګرهار باندې د ویشتل کېدونکو توغندیو مخه نه نیسي او هره ورځ ولې د نړیوالو په ملتیا په خپل ملت چاپې وهي او ړندې مرمۍ یې و خوا ته ورغورځوي؟ ولې هره ورځ لسګونه عام افغانان شهیدانوي او زندانونو ته یې اچوي؟ ولې یې پردیو یرغلګرو ته په افغانستان باندې د حملې زمینه سازي کړي او دوی یې ترمخه روان وي؟ او…؟ نو دا اوس چې دوی کله د افغان ملت د ساتنې او کله د نړیوالو د ساتنې ادعا کوي، دوی په خپلې ادعا کې رښتیني نه دي، هم افغان ملت ته دوکه ورکوي او هم نړیوالو ته. حقیقت دا دی چې دوی یوازې د خپل واک، خپلو شتمنیو او خپلو شخصي ګټو ساتنه کوي. ځکه خو د امریکا د ساتنې ادعا په دې خاطر کوي، ترڅو مادي امتیازات ترې ترلاسه کړي او د افغان ملت د ساتنې ادعا په دې خاطر کوي، ترڅو هغوی ته دوکه ورکړي او د هغوی اولادونه د ځان ساتنې په موخه د هیواد ساتونکي ځواک په توګه استخدام کړي او دوی یې بیا له خپلو هیوادوالو سره د ترهګر په بهانه وجنګوي او په دې توګه د هیوادوالو ترمنځ نفاق خپور او جګړې دوامداره وساتي. هغوی(عسکر) یې د څو پیسو په بدل کې د ساتونکو په توګه ګمارلي او د ځان ساتنې په موخه یې د هیواد د وسله وال فوځ په بهانه د خپلو هغه هیوادوالو سره په جګړه بوخت ساتلي، چې د اشغالګرو او دوی سره یې د هیواد او اسلامي ارزښتونو په سر جګړه ده.
په هر صورت؛ دا چې اوس امریکا ځي او دوی هم د افغان ساتنې او هم د امریکا ساتنې ادعا کوي، اوس به دوی په رښتینې مانا د چا ساتنه کوي؟ د امریکا او که افغانستان؟
که د امریکا او متحدینو ساتنه یي کوي او ځانونه یې دېته وقف کړي، بیا خو هغوی په تش میدان پرېښودل او امکان لري په راتلونکې کې هیڅ ډول مرستې هم ورسره ونه کړي؛ نو د دې لپاره به دا ناځواني نه وي چې افغان ځوانان په داسې حال کې د امریکا د امنیت د خوندیتوب په موخه له خپل ولس سره په جګړه کې قرباني شي، چې هغوی ورته هیڅ اهمیت نه ورکوي؟ حتی تر دې چې لسګونه ځله یې ډېر بد القاب ورته کارولي او په سپکو نومونو یې بللي… او که چېرته د افغان ملت ساتنه کوي، بیا ولې د خپل ملت د ساتنې په موخه له ولس سره جګړه کوي او د افغان ملت ټول ارزښتونه یي د پردیو د ګټو لپاره پایمال کړي او پردۍ اجنډاوې پر مخ وړی و پردۍ مفکورې تحمیلوي؟ ایا دا به ډېره ناځواني نه وي چې خپل ارزښتونه، عقیده او کلتور په پردیو ارزښتونو، عقیدې او کلتور عوض شي او د دغه پدیدو د تحمیل لپاره د افغانانو ژوند ور تریخ کاندي؟ او…؟
نو هغوی چې اوس هم لا په دې موخه له خپل ولس سره جګړه کوي او وایي چې موږ خپل ولس، ارزښتونه، کلتور او عقیده ساتو؛ باید چې لیږ د خپل وجدان محکمې ته مراجعه وکړي او دا سوچ وکړي چې دا شل کاله یې د کوم هدف لپاره جګړه وکړه او پایله یې څه شوه؟ ایا په دغه جګړه کې دوی پرته له دې چې لاسونه یې د زرګونه بېګناه افغانانو په وینو سره کړل او د داسې چا امنیت یې د افغان ساتنې تر شعار لاندې وساته چې د پردیو ګټو د خوندیتوب په موخه لکه شاشجاع و کارمل افغانستان ته په چورلکو کې راوړل شوي، کومه ګټه افغان ملت، افغان ارزښتونو، افغان کلتور او افغان عقیدې ته رسیدلي؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: