له ضرب الاجله د امریکا تر سرغړونې وروسته ”کابل او نورو ښارونو کې امنیتي تدابیر سخت شوي“

عزم (یکشنبه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۰): رویټرز اژانس د مې په لومړۍ نېټه لیکلي چې د شنبې په ورځ په کابل کې امنیتي تدابیر سخت شوي وو څو د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجله د امریکا سرغړونې ته په غبرګون کې د طالبانو د احتمالي بریدونو مخه ونیول شي.

اژانس وايي، په کابل کې امنیتي ځواکونه د طالبانو غبرګون ته منتظر وو، او په پوستو او چیکپواینټونو کې د امنیتي عسکرو حضور زیات شوی و. یوې امنیتي سرچینې اژانس ته ویلي چې د پلازمېنې ترڅنګ د هېواد په نورو مهمو ښارونو کې هم پوځي ګزمې زیاتې شوې او امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

د تېر کال د فبروري د ۲۹تمې په هوکړه کې، امریکا له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۱ز د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي. خو د تیرې اپرېل میاشتې په ۱۴مه، نوي ټاکل شوي امریکايي ولسمشر، جو بایډن، اعلان وکړ چې پاتې بهرني ځواکونه به د مې په اوله وتل پیل کړي او د سپټمبر تر یوولسمې به ټول ووځي.

طالبانو پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې په ټاکلې نېټه د بهرنيو ځواکونو نه وتلو دوی ته اصولا د هر ډول مناسب اقدام ترسره کولو لاره خلاصه کړې، خو دوی اوس د خپل مشرتابه پرېکړې ته انتظار دي.

د شنبې په ورځ، په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو یوه ویاند په ټویټ کې وویل چې پر کندهار هوايي ډګر باندې برید شوی، خو چا ته زیان پکې نه دی اوښتی. ویاند ډګروال سوني لګیټ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان، جنرال سکاټ میلر، د مخکینۍ ویډیو یوه برخه نشر کړې وه چې نوموړي پکې ویل، تاوتریخوالي ته ستنېدل به تېروتنه وي. میلر په ویډیو کې ویلي چې دوی هر ډول برید ته د قوي ځواب ویلو او له افغان ځواکونو د ملاتړ توان لري.

تر دې دمه لا طالبانو په صراحت سره نه دي ویلي چې له ټاکل شوي ضرب الاجله د امریکا سرغړونې ته په غبرګون کې به څه وکړي. رویټرز اژانس وايي، ښکېل لوري هڅه کوي طالبان د ضرب الاجل تمدید ته قانع کړي.

بلخوا امریکا او ناټو دواړو ویلي چې له افغانستانه یې د خپلو عسکرو ایستل پیل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: