د اوسپنې پټلۍ اداره: د دې ادارې د مسلکي کولو لپاره سلګونه ځوانان بهر ته د زده کړو لپاره لېږلي

عزم(یکشنبه، ۱۲، غويي ۱۴۰۰): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، ګڼ ځوانان یې د لېسانس، لنډمهاله او اوږدمهاله زده کړو لپاره ایران، چین، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او پاکستان ته د زده کړو لپاره لېږلي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اوسمهال په ازبکستان ۲۵ افغان محصلان د لېسانس په کچه زده کړې کوي.« په ازبکستان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ محصلانو د اوسپنې پټلۍ ادارې چارې د ښه ترسره کېدو په مومه په نظري او تخصصي روزنې سربېره، عملي او تجربوي دورې زده کړې هم کوي.»

د خبرپاڼې له مخې، تر دې مهال د اوسپنې پټلۍ د تاسیساتو په بېلابېلو برخو کې لکه: د پټلۍ خوندي حرکت، د لوکوموتیفو او واګونونه او په نورو برخو کې یې زده کړې بشپړې کړي دي.« اوسمهال د ازبکستان په همکارۍ او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په لګښت ۲۵ تنه افغان محصلان په دغه هېواد کې د اوسپنې پټلۍ انجینري په برخه کې د لېسانس په کچه زده کړې کوي. یاد محصلان د لېسانس دورې په درېیم کال کې دي. دوی یو کال ژبه زده کړه او نور څلور کلونو کې به د اوسپنې پټلۍ انجینري ځانګړې ، تخصصي او عملي درسونو زده کړه کوي.»

په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی، چې یاد محصلان د زده کړو له خلاصېدو سره سم به هېواد ته راستانه شي او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په څانګو کې په کار وګمارل شي.

«د یادنې وړده چې مخکې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره لخوا په سلګونو تنه محصلین او د دې ادارې کارکوونکي چین، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، پاکستان او ایران هېوادونو ته په لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله زده کړو په موخه لېږل شوي.»

افغانستان اوسمهال یوازې په شمال او لوېدیځ کې د اوسپنې پټلۍ لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: