سیرت النبي (۲۷ برخه): د رسول الله صلی الله ټپي کېدل او د صحابه و سرښندنه

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځلېدونکی مخ ټپي کېدل
د قریشو مشهور پهلوان عبدالله بن قمیه صفونه څيرې کړل، وړاندې راغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مبارک مخ یې د تورې وار وکړ، چې د اوسپنیزې خولۍ دوه کړۍ د هغه په مخ کې ننوتلې او یو مبارک غاښ یې هم مات شو، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د کړیو د ویستلو لپاره راوړاندې شو، نو ابو عبیده بن جراح رضی الله عنه قسم ورکړ، چې د الله جل جلاله لپاره دا خدامت کول ما ته راپرېږده، چې هغه را مخکې شو، د لاس پر ځای یې په خوله یوه کړۍ راوویستله، چې د زور له امله یې یو غاښ ووت. ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې دا ولیده د دوهمې کړۍ را ایستلو لپاره بیا راوړاندې شو؛ خو ابو عبیده رضی الله عنه بیا قسم ورکړ او هغه یې ایسار کړ، دوهم ځل یې هم په خوله راوویستله چې په اساس یې دوهم غاښ هم ولویده. (ابن حبان او دار قطني او نور له کنز العمال ۲۷۴ مخ ۵ ټوک څخه). رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه ژور ځای کې وغورځېده، کوم چې کفارو د مسلمانانو لپاره کېندلی و.

د صحابه کرامو رضی الله عنهم سرښندنه
سرښندونکو صحابه کرامو رضی الله عنهم ولیدل چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیشو او تورو باران دی، خو ټولو صحابه کرامو رضی الله عنهم په خپل ځان منل، حضرت ابودجانه رضی الله عنه په غوسه او رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې ډال شو، کوم غشی چې راتلو نو د ده په شا لږېده. حضرت طلحه رضی الله عنه د تورو او غشو وارونه په خپل ځان ایسارولو، چې له امله یې لاس غوڅ او ولوېده. (بخاري) او له جنګه وروسته ولیدل شو، چې د هغه په بدن له (۷۰) زیات ټپونه وو. (ابن حبان اونور له کنز العمال ۲۷۴ مخ ۵ ټوک څخه).
ابو طلحه رضی الله عنه د یوه ډال په واسطه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ساتنه کوله، کله چې هغه سر پورته کړ او د لښکر خوا ته یې وکتل، نو ابوطلحه ورته وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو سر مه پورته کوئ، چې د دښمنانو کوم غشی رانه شي، د دې لپاره له تاسو لومړی زما سینه موجوده ده. (بخاری د احد غزا).
یو صحابي رضی الله عنه عرض وکړ یا رسول الله! که زه ووژل شم، زه به چیرته یم؟ هغه ورته وویل: (جنت کې) د هغه په لاس خرما وې چې خوړلې یې، دا یې چې واورېده، هغه یې وغورځولې او د جنګ میدان ته لاړ، له خورا سخت جنګ نه وروسته شهید شو. (بخاري د احد غزا).
د بد مرغه قریشو له خوا په رسول الله صلی الله علیه وسلم د تورو او غشو باران و، خو د رحمة للعلمین په مبارکه ژبه دا الفاظ جاري وو.
(اللهم اغفر لقومي فانهم لا یعلمون).
اې زما ربه! زما قوم ته بښنه وکړه، ځکه هغوی نه پوهیږي. (فتح الباري ۱۲ پاره ۴۸ مخ د احد غزا). د هغه له ځلیدونکي مخ نه وینې بهېدې هغه وینې په رخت (ټوکر) او نور څه شي باندې وچولې، او ویل یې که د دې وینو یو څاڅکی هم پر زمکه وڅڅېده، نو په ټولو به الهي عذاب راشي. (فتح الباري د احد غزا). په دې غزا کې یوازې دوه ویشت یا درویشت کافران ووژل شول. او له مسلمانانو څخه اویا تنه شهیدان شول.
لیکنه: مفتي محمدشفیع
ژباړه: ا. محمدعلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: