مسیر ورځپاڼه: د سولې روان بهیر باید چټک شي

عزم(یکشنبه، ۱۲، غويي ۱۴۰۰): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د لوګر په وروستي برید باندې بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، په دغه برید کې ۱۳۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو مسوولیت یې تر اوسه چا نه دی منلی.

«د لوګر په مرکز پل علم کې د یو روغتون څنګ کې پر یو مېلمستون موټر بم برید شوی دی. چارواکي وایي چې په دې برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. ویل کېږي چې په دغه مېلمستون کې کانکور ته راغلي ځوانان او هغه سیمه‌ییز پولیس وو، چې غوښتل یې ازرې ولسوالۍ ته ولاړ شي، خو د لاربندۍ له امله یې چورلکې ته انتظار کاوه. د برید پړه چا نه ده اخیستې.»

د سرلیکنې له مخې، حکومت ځان په دې نه‌شي خلاصولی، چې نور ملامت کړي، بلکې د حکومت دنده د خلکو د امنیت ساتل دي. «حکومت هم د دې وحشت له پړې ځان نه شي خلاصولی. د حکومت کار دا نه دی چې یوازې طالبان ملامت کړي، بلکې حکومت د خلکو د امنیت ساتنې مسوول دی. حکومت اړ دی چې  خلک خوندي کړي او د دې ډول پېښو مخه ونیسي. له بله اړخه د سولې په برخه کې د حکومتي چارواکو دریځ هم د جګړې د دوام او د دغه ډول پېښو د رامنځ ته کېدو سبب شوی دی. له همدې امله دواړه اړخونه د دې ډول وحشتونو عاملین دي او دوی یې په هېڅ ډول له مسوولیت څخه ځان نه شي خلاصولی.»

د مسیر په باور، د دغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره باید د سولې روان بهیر چټک شي، دواړه اړخونه باید انعطاف وښيي او له سرو کرښو تېر شي؛ خو که حالت غځېږي، د سولې مخالفت کېږي، دغه ډول بریدونه به هم روان وي.

«د دغه ډول وحشتونو د دوام وېره ده او د یو بل پر ملامتولو او نیوکو یې مخه نه نیول کېږي. تر هغو چې جګړه وي او تر هغوم چې دواړه اړخونه یو پر بل بریدونه کوي، دا ډول پېښې به کېږي. که دواړه اړخونه رښتیا دا ډول وحشتونه نه غواړي، نو یوه روښانه لاره شته. دواړه اړخونه دې د سولې پروسه چټه کړي، د خنډونو د جوړولو پر ځای دې انعطاف وښيي، قرباني دې ورکړي، سرې کرښې دې نه باسي او ټوله هڅه دې وکړي چې د سولې خبرې بریالۍ شي. همدا یوه او یوازینۍ لاره ده چې د دغه ډول پېښو مخنیوی پرې کېدای شي. له دې پرته داسې پېښې پخوا هم شوې وې او بیا به هم تکرارېږي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button