ورځنی حدیث: په روژه ماتي کې تلوار (بیړه)

۱ــ عن سهل بن سعد رضي الله عنه، ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: «لا یزال الناس بخیر ما عجلوا الفطر» متفق علیه
ژباړه: سهل رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: همېشه به وي خلک په خیر کې تر څو چې دوی په روژه ماتي کې تلوار (وړاندې والی) کوي.

۲ــ عن ابي هریرة قال: «قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: قال الله عزوجل: ان احب عبادي الی اعجلهم فطرا» رواه الترمذی
ژباړه: ابوهریره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: الله تعالی فرمايي: ما ته هغه بنده ګان خوښ دي چې په افطار (روژه ماتي کې) بیړه کوي.

شرحه: ټول علماء په دې موافق دي، چې روژه ماتي کې باید تلوار وشي؛ خو دومره هم نه، چې د ماښام وخت نه وي داخل شوی او دوی روژې ماتې کړي. یوه بله مسئله چې هغه د هوا (موسم) په بدلون پورې اړه لري؛ په ورېځ او باران کې د روژه ماتي ترسره کول دي. غوره دا ده چې په داسې حالت کې روژه ماتی له عادي ورځو لږ څه وځنډیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button