د بست کلا وپېژنئ!

د بست کلا زمونږ د هېواد جنوب لوري ته د هلمند ولايت د بست په سيمه کې يوه لرغونې کلا ده، چې د هلمند او ارغنداب سيندونو په یوځای کېدونکې نقطه کې له خپل برم سره موجوده ده.
یاده کلا چي له پورتنۍ برخې یې ټول لښکرګاه ښار معلوميږي په یوه غونډۍ جوړه شوي ده.
د بست کلا د افغانستان او آن د نړۍ په تاريخ کي ځانگړی نوم لري او ویل کیږي، چې یاده کلا د اسلام مبارک دین له ظهور نه وړاندې جوړه شوې؛ خو په دې اړه ځینې نور تاریخي روایات هم شته او دا ادعا هم کیږي، چې یاده ستره کلا نوشیروان پاچا جوړه کړې وه. د دې ترڅنګ ځینې تاریخي متنونونه ښيي، چې بست کلا د عیسی علیه السلام له پیداېښت نه ۳۰۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې ده، چې له دې ټولو روایتونو د دغې ویاړمنې کلا تاریخي قدامت او لرغونتیا څرګندیږي.
که د بست کلا له نیږدې ولیدل شي؛ نو هر لیدونکی به په دې پوه شي، چې یاده کلا په ډیر مهارت او ظرافیت سره د هغه وخت انساني زیار پر بنسټ جوړه شوې، چې په ښکلي هنري ذوق سره پکې د خټو او تیږو خښتې هم لګول شوې دي.
د کلا د دیوالونو پلنوالی له ۶ مترو زیات دی او ویل کیږی، چې په دغو دیوالونو به اسونه، ګاډۍ او سرتیري د کلا له یو سره تر بل کونجه تلل.
د بست کلا مخ ته د نړۍ د عجايبو نه يو ډير غټ ښيښک يا کمان خښ دی، چې دومره غټ کمان د نړۍ په هيڅ تاريخي اثارو کې نه دی ليدل شوی.
د لرغونو داستانونو پر بنسټ بست کلا په خپل وخت کې ستر اهمیت او ستراتیژيک رول درلود، چې سمسور باغونه، تجارت خونې، کاروان سرایونه او بازارونه یې درلودل. دغه کلا د ګڼې ګوڼې ځای وو، چې څو ځله د یرغلګرو له لوري ورانه شوې؛ خو د وخت افغاني شاهانو یې په بیا مرمت او جوړولو لاس پورې کړی او اوس یې هم ډیرې برخې روغې دي، چې د افغانستان په تاریخي ابداتو کې یې د زیاتوالي یوه بله کرښه کښلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: