کورنۍ څه شی وي؟

فلک خان په لوی مجلس کې وپوښتل: کورنۍ څه شی وي؟
پوښتنه یې د تیر په څير خلکو ته بې معنا او بې مفهومه ښکاره شوه؛ خو زه یې یوه شېبه په فکر کې واچولم.
فکر مې وکړ، چې کورنۍ څه شي وي؛ ځواب مې ترلاسه کړ، چې یوه پرګنۍ، چې پنځه شپږ سړیان، دوه دری سپینږیري، اووه، اته ځوانان، شل دیرش ماشومان او لس، دولس ښځې ولري، کورنۍ بلل کیږي.
د فکر په ځغل کې تر دې ځایه هم ورسېدم، چې د ټولې نړۍ پېل له ادم علیه السلام او بي بي حوا څخه شوی؛ نو د کورنۍ پیل هم ضرور له یو نارینه او له یوې ښځینه شوی دی.
همداسې چې وړاندې لاړم، نو وپوهېدم، چې کورنۍ نه ختمیدونکی تړاو دی او پای یوازې د اسرافیل علیه السلام په شپېلۍ مومي.
دا مې هم وموندله، چې د کورنیو له تشکیل یوه ټولنه، بیا قوم، بیا ملت او بیا نړۍ جوړیږي.
خو فلک خان وویل: نه کورنۍ نړۍ ده، د هر نژاد مثلاً: تورچکی، سپین، غنم رنګی او ژیړ پوستکي لرونکی تن پکې ځایدلی شي، کورنۍ کې د هرې ژبې څښتن اوسیږي: د ماشوم تړۍ او توتله ژبه، د ګونګي ګونګه او خاموشانه لهجه، د کوڼ تېزه او وهمي اواز او د نیکونو ډډ غږ… همداراز هر ډول خلک پکې اوسیږي: مشر، کشر، ځوان، ماشوم، ښځه او …
کورنۍ د لوبو میدان ده، چې ماشومان پکې لوبیږي.
کورنۍ درملتون ده، چې مور پکې د خپل اولاد درملنه کوي.
کورنۍ مکتب دی، چې والدین پکې خپلو ماشومانو ته روزنه ورکوي.
کورنۍ جومات دی، چې خلک پکې عبادت او دین زده کوي.
کورنۍ د تجارت مرکز دی، چې خلک پکې مقابله راکړه ورکړه کوي.
او بالاخره کورنۍ هر څه ده، چې د انسان ژوند ترې سرچینه اخلي.
فکر مې چې وکړ؛ نو فلک خان ښه ویل.
خالد مشال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: