د نوښتګر شعر په نوم نوې ببولالې؟

شعر هر څوک د نوعیت، بڼې، ظرافیت او الفاظو د طبقه بندي له مخې په څو ټولګیو او ډلو ویشي؛ خو ما ته شعر داسې تعریف لري:
شعر د لیکوونکي او یا ویونکي د زړه هغه اواز دی، چې د کایناتو د مجموعې یوې برخې ته لیکل شوی وي، هغه جانان، رقیب، دوست، دښمن، خپلوان، پردي، احساسات، خوښي، غم، اجناس، مسافري، ژوند، مرګ، حالات، ماضي، راتلونکي او زرګونو نورو سوژو ته لیکل کېدای شي؛ ان له کایناتو ور هاخوا یو څه ته هم شعر لیکلی شو.
شعر هغه وزن، قافیه او ښکلا لرونکې د کمانډو سرتېرو په څير منظمې کرښې دي، چې د لوستونکي، لیدونکي او ویونکي پر زړه د سکون او تندریز ماحول کیف پیدا کړي. که نور نه وي حد اقل هغه دومره فکر ته اړ باسي، چې یو څه خواږه الفاظ یې تر ذهنه ور تیریږي او زړه یې بې اختیاره جانانه او دښمن اندازه فکر پیدا کړي. شعر کومه ببولاله نه ده، تل باید لوستونکي ته د دلچسپۍ احساس ورکړي او هغه د ځان په زور راښکي؛ لکه کومه نادره ښکلا او یا د رب نالیدل شوی نعمت. نه دا چې چیرته څوک شعر واوري او په غوږونو ګوتې ننباسي، د لیوني په څير منډه وهي او نفرت یې زړه ته لویږي، د ستړیا او خسته کېدو اثرات یې پر بدن خپاره شي او فکر یې ګډو وډۍ سره مخ شي.
زه د ډیرو شاعرانو داسې ګلورین شعرونه ګورم چې له شعره نفرت کوونکي کم وګړي هم له شعر سره په مینه اخته کوي. زما یو ملګری، چې شعر سره یې چندانې شوق نه درلود او ان بد یې ترې راتلل؛ د دې بیت له امله دیوانونه، کلیات او شعري ټولګې لولي:
چې د وروڼو ترمنځ د ویش خبره وشوه
مور یې غلي غوندې وویل زه د چا شوم؟
ما ته شعر په درې ډوله دی: یو یې ببولالې، بل یې د وخت شعر او دریم یې د نوښت شعر یا (نوښتګر شعر) دی.
۱ ببولالې: اسانه تعریف لري، یو روغ لوستونکي ته له ښکنځلو سره ډیر توپير نلري، لنډ مثال یې دا دی:
چې ته زما یې نو زما یې
چې زه ستا یم نو ستا یم
که زه ستا شم ته به زما یم
که ته زما شې زه به ستا یم
همداراز د پتاسو، خودکشو دهماکو او ډیرو نورو بازاري سندرو مثالونه درواخلئ، چې نه پکې د قافیې، نه د وزن، نه د خوند او نه کومې ولولې اثر لیدل کیږي؛ عکس العمل ورته یوازې قهر او غوسه وي. د دغه شعر دویم نوم کسکسري شاعري ده، چې پښتانه یې ښه ریشخند کړي دي. (شخصیت وژنه یې مه بولئ).

۲ د وخت شاعري: څوک دې نه خفه کیږي، ځینې نوموتي فیسبوکي شاعران هم په دې ډله کې شامل دي، بعضې نمونې به یې له سندرو او نغمو را واخلو:
هسې یوه خبره ده
مینه زوروره ده
د ډېرو فیسبوکي او محفلي او لسګونو شاعرانو نورو نیمايي برخه شاعري د وخت شاعري ده، چې سندرغاړو زمزمې پرې کړې، ښې وې خپل وخت کې د شهرت او نوم تر لوړو پوړیو ورسېدې؛ لنډ مثال یې د بخت زاده دانش څو شعرونه دي.
بله بېلګه به یې د اوسنیو ځوانانو په ځینو فیسبوکي شعرونو کې را واخلو چې د یو بل له پاره یې زمزمه کړي او ښه نوم، لایک او کمینټ پرې ترلاسه کړي.

۳ د نوښت شاعري: که رښتیا ووایم د دې لیکنې اصل هدف هم د نوښت په شاعري کې دی، له تیرې څه مودې راهیسې د لر او بر (پښتونخوا) ځینې شاعران ګورم چې د نوښتګر شعر تر نامه لاندې یې د شعر یوه نوې سلسله شروع کړې، عجیبه الفاظ، حیرانونکي او نه منونکي موضوعات، نا مناسبې تشبیې او بې ادبه کلیمې پکې استعمالیږي. هدف یې پښتنه ټولنه کې د بې پردې توب تر خپرولو محدود دی. د نوښتګر شعر څو نمونې راسره دي؛ خو دومره لوڅ، لغړ او له پښتني فطرته لرې دي، چې نشر یې د خپل ایمان او پښتو پر خلاف بولم؛ نو ځکه لاس پر سر کېږم؛ مګر ما چې اوسنی نوښتګر شعر تر کومه ځایه مطالعه کړی؛ نو عنوان یې د پورن سټارز او د بالیوډ او هالیوډ د لوڅو ښځینه لوبغاړو، ډانسرانو او فحش کې کارېدونکو انجونو او میرمنو پر تعریفاتو راڅرخي چې دا په اصل کې په لوی لاس پښتني ټولنې ته د بې حیايي راوړل دي.
هو زه د نوښت مخالف نه یم، ځینې هغه مسایل باید روښانه شي، چې زمونږ ویدې او وروسته پاتې ټولنې ته یې چا د ویلو هڅه نه ده کړې، خو که مونږ خپله جنسي لوږه او هوس پورن سټارو ته په شعر لیکلو سړو؛ نو دا به لا کومه پښتو، خدمت او نوښت وي؟؟؟
نوښتګر شعر هغه هنري او جادويي کرښې دي، چې د کلونو، لسیزو او پيړیو په تېرېدلو یې هم په اغېز کې څه فرق او کموالی و نه لیدل شي. د خوشحال خان خټک او کورنۍ، رحمان بابا، حمید مومند او نورو پخوانیو عظیمو شاعرانو له کاملو، معنادارو او نوښتګرو کرښو به را تیر شو زمونږ د پلرونو او د نن دور د شاعرانو پرتله به وکړو. تاسې د مرحوم صاحب شاه صابر صیب شعرونه وګورئ، چې نن هم په ورځ کې په ۲۰ ځله لوستلو ارضی؛ حال دا چې د هغه د مړینې څه کم یوه نیمه لسیزه پوره کیږي؛ نو که د هغه شعر نوښتګر نه وای او په هغه زمانه کې یې نوي څه نه وی پکې ځای کړي؛ ښایي نن یې شعر یو لاش او مړې کرښې وای. منل او نه منل یې په تاسو؛ خو ما یې (ستا لیونی یم انتظار مې کوه در به شمه) غزل ته ژړلي. د پښتو ادب د ستوري عبدالرؤف بینوا شاعري وګورئ، د عطايي ملا فلسفې ته سر ور ښکاره کړئ او په ژوندیو کې د رحمت شاه سایل، دروېش دراني، پیر کاروان او لسګونو نورو مشهورو؛ خو تکړه شاعرانو نظمونه او شعري کرښې تر نظر تیرې کړئ؛ ښه خوند به درکړي او شعري تنده به مو لا زیاته کړي.
یادو شویو ټولو شاعرانو په شعرونو کې به د نوښت پوره معنا او تعریف ترلاسه کړئ، هغوی ټول هغه اړخونه او مسایل چیړلي، چې پوره نوښت پکې لیدل کیږي نو فحش بادول نوښت نه دی.
په درناوي، بښنې او پښتنې مینې!
سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: