ناکامي

د ژوندانه له ناکامیو څخه مه مایوس کېږه!
هغه ژوند کامیاب ژوند نه دی چې تل کامراني لري. هغه خوشحالي سړی نه خوشحالوي چې د درد او خوږ په بیه نه وي اخیستل شوې! د ورځې رڼايي د شپې له تیارې څخه ده!
د لیدو خوند د بېلتانه په غم کې او د ژوندانه فتحه د ژوند په ماتې کې ده.
هغه چې له خدایه ابدي راحت غواړي، هغه د یو داسې جنت آرزو لري چې هلته د لیدو له پاره سترګو پرانیستو او د خوړلو له پاره خولې بېرته کولو او د اورېدو له پاره غوږ اېښودو ته اړه نه وي!
تر څو چې ژوند ژوند دی، نو په دې کې برکت له حرکت څخه دی! ځکه: کامل سکون کټ مټ مرګ دی!
هغه چې وايي: په دې دنیا کې بدي ولې شته، کمی ولې او بندیزونه ولې؟ نو دی په حقیقت کې د نېکۍ د پرېمانۍ او ازادۍ قدر نه پېژني او د دې مرغلرو پوره قېمت ادا کول نه غواړي هر څومره چې یوه خوشحالي شانداره وي؛ هغومره هغه لارې هم سختې وي، چې د هغې د حصول له پاره لنډیږي.
د ژوند ناکامي په حقیقت کې هغه کسان غواړي چې د کامیابۍ وړ وي.
قیام الدین خادم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: