روغتیا وزارت: د کرونا درېیمه څپه له ختیځ افغانستان په چټکۍ خپرېږي

عزم(یکشنبه، ۱۲، غويي ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا درېیمه څپه له ختیځ څخه لوېدیځ ته په چټکۍ په حرکت کې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی وايي، په هېواد کې  د کرونا درېیمه څپه تشخیص شوې او له ختیځ څخه لوېدیځ ته د حرکت په حال کې ده. «تر ټولو زیاتې پېښې په ننګرهار، لغمان،کونړ، کندهار، کابل، هرات، هلمند، نیمروز، میدان وردګ او لوګر کې ثبت شوې دي، موږ تر اوسه د کرونا درېیمه څپه کې نه‌یو، خو د درېیمې څپې له جدي ګواښ سره مخ یو، خو که د مثبت والي میزان ته وګورو دوه اوونۍ وړاندې د مثبت‌والي میزان د ٦ او ٧ ترمنځ و چې اوس د مثبتو پېښو شمېر ١٠ تر ١٢ ترمنځ دی.»

د علیزي په خبره، په ختیځ او لوېدیځ کې د پېښو د زیاتوالي لامل د دې سیمو د خلکو له لوري ایران او پاکستان ته ډېر تګ راتګ دی.

دی وايي، که په هېواد کې د کرونا پېښې همداسې روانې وي، نو له حکومت به د عمومي کرنتین غوښتنه وکړي.

پرون اشرف غني هم  د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت په غونډه کې ویلي وو، چې د اکسیجن د کمښت ستونزه باید هواره شي

نوموړي ویلي وو، د اکسیجن د تولید په برخه کې باید د خصوصي سکټور همکاري هم خپله شي او د اکسیجن د کمښت د ستونزې لپاره دې پر یوه پلان هم کار وشي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وزیر وحید مجروح د دغه وزارت له کارکوونکو غوښتي وو، چې د درېیمې څپې لپاره دې سمه مبارزه شي.

د مجروح په خبره، د کرونا وایروس پر وړاندې د مبارزې د درېیمې څپې پلان اړونده ادارو سره په همغږۍ کې چمتو شوی، چې په دې کې د سکتوري ادارو په لا همغږۍ باندې ډېر ټینګار شوی دی.

نوموړي وویل، خلک لا هم ټولنیز واټن نه مراعتوي او لا هم د هېواد په ګڼو برخو کې لویې غونډې جوړېږي، چې زرګونه تنه پکې ګډون هم کوي. «له ګواښ سره مخ خلکو ته د کرونا واکسین د تطبیق پروسه روانه ده او دا به موږ سره په هېواد کې د کرونا وایروس پر وړاندې د ټولیز معافیت په را منځته کولو کې مرسته وکړي.»

د ده په خبره، له فساد سره مبارزه د عامې روغتیا وزارت یو له لومړیتوبونو څخه دی او موږ به د روغتیا په سکتور کې هېچاته فساد اجازه ورنهکړو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button