په هېواد پر کرونا د ککړو کسانو شمېر له ۶۰ زرو واوښت

عزم(یکشنبه، ۱۲، غويي ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې پر کرونا د ککړو کسانو شمېر له ۶۰ زرو واوښت.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او ۱۶۶ تنه نور له دې ناروغۍ روغ شوي هم دي.

د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۵ تنه مړه شوي.«په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۹۲۲ مشکوکو پېښو معاینات ترسره شوي، چې یوازې ۱۶۶ یې مثبت وو.»

کابل، ننګرهار او کندهار هغه ولایتونه یاد شوي، چې د کرونا ډېرې پېښې پکې ثبت شوي دي.« په کابل کې ۴۴، په ننګرهار کې۳۳، په کندهار کې ۲۲، په هرات کې ۱۱، په بلخ کې ۱، په تخار کې ۵، په بغلان کې ۱، په کندوز کې ۱، په پروان کې ۱، په بامیان کې ۴، په میدان وردګ کې ۶، په بدخشان کې ۴، په کونړ کې ۳، په لغمان کې ۱۶، په پنجشېر کې ۳، په روزګان کې۳ او په فراه کې بیا ۸ پېښې ثبت شوي دي.»

د کرونا د تازه پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې د پر کرونا د ککړو کسانو شمېر هم ۶۰،۲۸۸ تنو ته ورسېد، چې له دې وایروس څخه ۲،۶۴۲ تنه مړه شوي او ۵۳،۳۹۱ تنه ترې بیا رغېدلي هم دي.

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د برخې مسوول ګلاخان ایوب وايي، په تېره یوه میاشت کې تر اوسه درې نیم سوه زره کسانو ته د کرونا واکسین ورکړل شوي دي.

د ایوب په خبره، اوسمهال د واکسینو له کمښت سره مخ شوي نه دي، بلکې له دې وړاندې چې د ۹۶۸زره خوراکه واکسینو مرسته شوې، له هماغو واکسینو یې تطبیق روان دی.

دی وايي، که د واکسینو له کمښت سره مخ شي، نو له نړیوالې ټولنې به د نورو واکسینو د مرستې غوښتنه وکړي.

نوموړی زیاتوي، د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د کرونا د واکسینو مرکزونه فعال دي او ټول خلک کولای شي چې روغتیايي مرکزونو ته ورشي او واکسین ترې واخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button