کله چې د اشغالګرو ترجمان د اوقافو وزیر شي

حسان شلګری

بیګا له تروایح لمانځه وروسته له ملګرو سره په بنډار ناست وم، چې یوه ملګري په واتساپ باندې یوه ویډیو راولیږله، ویډیو د اشرف غني د اوقافو د وزیر قاسم حلیمي وه، چې د طالبانو او جهاد په اړه یې ډیره سپکه ژبه ښورولې وه. دا چې قاسم حلیمي په خپلو خبرو کې د طالبانو په دین ( اسلام ) لعنت ویلی او هغوی یې کافر ( مرتد) بللي العیاذ بالله. . . دلته زه په دې خبره بحث نه کوم چې په دې خبرو خو به نوموړی خپله د ارتداد تر پوړۍ نه وي رسیدلی. زه دلته یوازې د خپل ملګري کیسه کوم چې تقریبا شپږ کاله یې د ګوانتانامو په زندان کې تیر کړي دي.

زما ملګري د قاسم حلیمي له ویډیو وروسته په څو مسلسلو صوتي مسیجونو کې راته وویل چې د  اشغال په پيل یعني د ۲۰۰۲م کال کې امریکایانو د طالب په نوم ونیولم او د باګرام زندان ته یې یووړم. دا چې امریکایانوپه ما باندې هیڅ ثبوت نه درلود، نو ما په اول تحقیق کې ورته ځان یو عادي کس معرفي کړ او داسې معلومیده لکه د دوی هم چې زړه ته ولوېده.

خو بله ورځ یې چې تحقیق ته بوتلم، ګورم چې یو امریکایي محقق چې عربي ژبه یې هم زده وه ناست دی او ورسره یو بل کس چې ږیره او بریت یې دواړه خرېیلي د ترجمان په حیث ورسره ناست دی. له ما یې اول وار د نوم، د پلار نوم او سیمې پوښتنه وکړه، ما چې دغه معلومات ورکړل، نو د ترجمان له وضعیته پوه شوم چې زما کورنۍ یې وپیژانده، ځکه زموږ کورنۍ په خپله سیمه کې د نوم او شهرت خاونده وه. وروسته د دې په ځای چې ترجمان له ما څخه پوښتنه وکړي، امریکایي ته لګیا شو او په عربي ژبه یې زموږ د کورنۍ بیان ورته شروع کړ، زه چې د مدرسې طالب وم او په عربي ژبه لږ لږ پوهیدم، نو دومره پوه شوم چې ترجمان د طالبانو له اسلامي تحریک سره زما د وروڼو تړاو او جهادي سابقه ورته بیان کړه او امریکایي هم ټکي په ټکي لیکله. وروسته یې زه را رخصت کړم او خپلې پنجرې ته راغلم، خو له همدې شیبې زما دوسیه یو مخ بدله شوه. ما چې نورو بندیانو ته کیسه وکړه، چې داسې خرېیلی ترجمان و، پښتو او عربي یې زده وه او زما په باره کې یې داسې بیان ورکړ. نورو بندیانو راته وویل چې دا خو قاسم حلیمي دی، د امریکایانو لوی جاسوس او ترجمان دی، پخوا په امارت کې په وزارت خارجه کې و، مګر اوس دلته په بګرام کې له امریکایانو سره همکاري کوي.

زه چې پخوا مې د نورو عادي بندیانو په شان کور ته د تللو او خلاصون تمه وه، له دې وروسته مې دوسیه یو مخ بدله شوه، څه موده بعد چې نور بندیان ازادیدل نو حلیمي راغی راته ویې ویل چې که کور ته څه احوال لیږې، نور بندیانو ته یې ورکړه. دغه بندیان آزادیږي. څو ورځې وروسته نور بندیان آزاد او زه یې د ګوانتانامو کرغیړن زندان ته یووړم چې بیا کلونه کلونه په ګوانتانامو کې وم.

په ګوانتانامو کې راسره د عبدالله په نوم یو بل بندي نږدې و چې د مزار شریف اوسیدونکی و، هغه هم عیني همدا خبره راته وکړه، هغه وویل چې زه هم امریکایانو ونیولم او هیڅ ثبوت یې راباندې نه درلود، مګر دا چې له قاسم حلیمي سره مې شناخت و، هغه ور معرفي کړم چې دا د طالبانو د تحریک غړی دی او بیا یې ګوانتانامو ته راوستم.

د اشغال په لومړیو کلونو کې چې په افغانستان کې د امریکایانو ډیر تلاش په عرب مجاهدینو پسې و، نو ځکه یې باګرام ته له بهر څخه هم عرب ترجمانان راوستي و، دغه راز یې ځینې هغه افغانان هم د ترجمانانو په حیث استخدامول چې عربي ژبه به یې زده وه، د قاسم حلیمي په باره کې د هغه وخت بندیان وایي چې نوموړی یې په ډراماتیک ډول باګرام ته راوست، یوه هفته یې زندانیانو ته ښودل چې بندي دی، خو وروسته یې ږیره او بریت کل کړل، لباس او هر څه یې بدل کړل او د امریکایانو سره یې ترجماني شروع کړه چې په زندان کې به هم آزادانه ګرځیده. له ده به که چا پوښتنه وکړه چې  ولې د امریکایانو سره همکاري کوي، د ده ځواب دا و چې ما ورسره د خلاصون په مقابل کې معامله کړې چې همکاري به ورسره کوم. خو دا چې هماغه حلیمي د اشرف غني په امریکایي رژیم کې ناڅاپه د اوقافو د وزیر په حیث را شین شو، معلومیږي چې دغه د مصر د بیجونو فحاش له هماغه اوله له سي آی اې سره پېیلی او د اشغالګرو جاسوس و.

د قاسم حلیمي د ترجمانۍ کلونه هغه وخت و چې رسنیو راپورونه ورکړل چې د باګرام د زندان په یو شمیر ترجمانانو امریکایي عسکرو جنسي تیری کړی او حتی ځینې خو یې له همدې امله په روغتون کې هم بستر شوي. معلومه نه ده چې حلیمي به هم د همدې بستر شویو له جملې و او کنه؟ خو د تعجب خبره دا ده چې د امریکایي عسکرو هماغه چوکره اوس ځان د افغانستان غوندې هیواد د حج او اوقافو وزیر بولي، ځان ته د اسلام او دیانت د ټیکه دار ډبره ږدي او د طالبانو پر خلاف د سیاف غوندې د کفر او ارتداد فتواګانې توغوي.

ده ته به ووایو چې ته د امریکایانو په ترجمانۍ، جاسوسۍ او مفعولیت نه کافر کیږې، نو خدای مهربانه ده طالب به هم په دې نه ګنهګاریږي چې د امریکا پوزه یې پر خاورو وسولوله او د فرعونیت باد یې ترې ویوست.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button