د بېوزلۍ په حال کې صدقه او د وړې نيکۍ ستر اجر!

ژباړه: محسن سعد
اهل سير د احمد مسكين رحمه الله په نوم د درېيمې هجري پېړۍ د يو بصرې عالم كيسه را اخيستې، نوموړي عالم ويلي: پر ۲۱۹م هجري كال د بېوزلۍ يو ازمايښت را باندې راغی، مېرمن او يو بچی مې و، خو د نفقې مو هيڅ نه لرل.
دومره زياته لوږه راپېښه شوه چې په خېټه به پراته و، اراده مې وكړه چې د استوگنې كور خرڅ كړم او ترې بل ځای ته ووځم، راووتم د كور خرڅولو چاره مې لټوله چې ابونصر په مخه راغی، كيسه مې ورته تېره كړه او ورته ومې ويل چې كور خرڅوم.
ابونصر دوه پاستې/نرۍ ډوډۍ راكړې او راته يې وويل دا دې مېرمنې او بچي باندې وخوره، زه كورته را روان شوم چې په مخه يوه ښځه راغله او يو ماشوم ورسره و، ښځې چې زما په لاس كې پاستو ته وكتل راته يې وويل: مشره ! دغه ماشوم مې يتيم دی، وږی او له لوږې ناكراره دی، نو يو څه پاستی ور باندې وخوره الله تعالی دې درباندې رحم وكړي.
ماشوم هم داسي سترگې را واړولې چې بيا به مې هېر نشي او دا وخت ما داسي كيف حس كړ لكه چې جنت ځمكې ته را ښكته شو او ماته يې ځان وړاندي كړ، مال دا ماشوم او مور به يې څوك مړوي؟ نو مې پاستي ور كړل او ورته ومې ويل: واخله ! او زوی ته يې وركړه، نور پر خدای قسم كه يا غنم لرم او يا اوربشه، تر دې مې زيات په كور كې خوراك ته اړتيا ده، د ښځې سترگو كې اوښكې راغلې او ماشوم زيات خوشاله شو.
روان شوم، ډېر پرېشان وم، د يو دېواله لاندې كېناستم او د كور پر خرڅولو مې غور كاوه، همداسي ناست يم چې يو ناڅاپه ابونصر له خوښۍ داسي پر ټوپو او الوت را روان دی، غږ يې كړل: ابو محمده ! دلته ولي ناست يې، كورته دې ډېرې زياتې ښېگڼې او شتمني راغلې؟.
ما ورته وويل: سبحان الله ! ابونصره دا له كومه شول؟ راته يې كړه: له خوراسان څخه يو سړی راغلی او له خلكو يې ستا د پلار او كه د هغه د كورنۍ د بل شخص پوښتنه كوله، له هغه سره د ښېگڼې او مالونو ډېر درانه بارونه و.
ما وپوښتل دا څه كوي؟ ويې ويل: دا د بصرې يو تجار دی، ستا پلار دېرش كاله وړاندې ورته مال امانت اېښی و، نوموړی ډېر بېوزله شو او مال ولگاوه، وروسته يې بصره پرېښوده او خراسان ته لاړ، هلته يې د تجارت له لارې بيا ځل د ژوند چارې ښې شوې، له بېوزلۍ وروسته يوځل بيا د پخوا په څېر شتمن شو او غوښتل يې چې ستا د پلار حق بېرته ور كړي او له هغه سر بېره د يادو دېرشو كالو گټې هم پرې باندې شوې.
احمد بن مسكين رحمه الله وايي: د الله تعالی شكر مې ويوست او د هغې اړمنې ښځې چې بچی ورسره و پلټنه مې پيل كړه، د هغو اړتياوې مې ور پوره كړې او پرېمانه غله مې ور كړه، پر پاتې مال مې تجارت پيل كړ، چارې مې په ښه ډول، له مهارت او اخلاص سره سمبال كړې، تجارت مې هم ښه پرمخ روان و زيان يې نه كاوه.
او لكه چې ماته ځان ډېر ښه ښكاره شو او خوشاله وم چې د عمل ليكونكو پرښتو ورقې مې په خپلو نېكيو ور ډكې كړې او اميد مې لاره چې زه به خدای ج په نېكانو كې ليكلی يم، يوه شپه ويده شوم، ناڅاپه مې ځان د محشر پر ميدان وليد، خلكو تر خپل منځ ټېل ماټېل جوړ كړی، خلك مې په داسي حال وليدل چې ځانونه يې ډېر غټ او پراخ شوي و او خپلې ناوړه كړنې يې چې صورت لرونكي مخلوق په څېر وې پر شا يې وړې.
آن يو فاسق به داسي و لكه پر شا چې يې د بديو يو ښار وي، وروسته مېزان/ترازو كېښودل شو او زما د عملونو تللو لپاره ورته راوستل شوم، د ترازو په يوه تله كې زما بدۍ او په بله كې يې زما د نېكيو ورقې واچولې شوې.
خو د نېكيو ورقې مې سپكې وختې او بدۍ مې درنې شوې، وروسته يې زما نېكۍ لكه څنگه چې ما كړې وې همغسې يوه په بله پسې را ښكته كولې، مالومه شوه چې زما د هرې نېكۍ لاندې يو پټ شهوت او نفسي خواهش و، لكه رياء، ځان خوښي، د ستاينې لالچ او…، په دې توگه مې هيڅ نېكې روغه نه وه پاتې او په خپله مې ځان برباد وگاڼه.
يو غږ مې واورېد چې وويل شول: كوم څه يې پاتې نشول؟ ځواب كې ورته وويل شول دا (مبهم شی) يې پاتې دي، انتظار وم چې دا به څه وي؟ كه گورم هماغه دوه پاستي و چې ما په لومړي ځل د خپلې سختې اړتيا پر مهال د يتيم مور ته ور كړي و.
نور مې پوره باور شو چې برباد يم، ما چې به په يوه وار سل ديناره نېكي كوله، هغې هيڅ گټه راته ونكړه، نو ډېر زيات مې د نهيلۍ احساس وكړ، وروسته همغه دوه پاستي په ترازو كې كېښودل شول چې ورسره د نېكيو تله ليږ درنه شوه او بيا هغه د ښځې اوښكې تلې ته ور واچولې شوې چې زما د ښېگڼې له وجې او په خپلو بچيانو مې هغې او د هغې زوی ته لومړيتوب ور كولو له امله د هغې له سترگو توی شوې، له دې سره يو ناڅاپه د نېكيو تلې درنېدل پيل شول او همداسي درنېده تر هغه چې يو غږ مې واورېد: سړی خلاص شو.
له همدې امله بايد هيڅ نېكي وړه ونه گڼله شي، لكه يو حديث شريف (لا تحقرنّ من المعروف شيئا، ولو أن تلقى أخاك بوجه طلق) وايي: هيڅ نېكي كمه او وړه مه شمېره، كه څه هم دومره وي چې له يو مؤمن سره په ورينه ټنډه مخ شې. او بل حديث (…ﺍتقوا النار ولو بشق تمرةٍ) وايي: د دوزخ له اوره ځان خلاص كړئ، كه څه هم په نيمه خورما وي.
په دې كيسه كې ډېر څه نغښتي، يو يې دا هم دي چې د نېکۍ په کولو کې څومره زيات اخلاص پکار دی؟ او بل دا چې د بېوزلۍ په حال كې صدقه او ايثار څومره د شتمنۍ تر هغه اغېزمن او وړه نېکي د څومره ستر اجر لامل گرځي… سبحان الله !!.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: