د امت څراغان؛ حضرت سیدنا زبیر بن العوام رضی الله عنه

راټولوونکی: حبیب الرحمن محبُ الرسول

د نبوي باغچې یو بل خوشبوداره ګل، د اسلامي امت ویاړ، د محبوب صلی الله علیه وسلم خصوصي ساتوونکی، د اسلامي بیرغ ساتوونکی، د یرموک د غزاء فاتح *حضرت سیدنا زبیر بن العوم رضی الله عنه* د نبوت په اولو کلونو کي په اسلام مشرفه سوی دی او د سابقون الاولون صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین څخه دی.
حضرت سیدنا زبیر بن العوام رضی الله عنه د دواړو جهانو د سردار صلی الله علیه وسلم د عمه حصرت صفیه بنت عبد المطلب رضی الله عنها زوی، د ام المؤمنين حضرت خديجة الكبرى رضی الله عنها وراره، د حضرت اسماء بنت ابي بکر رضی الله عنها خاوند، د ام المؤمنين حضرت عائشه الصدیقه رضی الله عنها اخښی او د محبوب صلی الله علیه وسلم باجه دی او پر دغو ټولو نسبتونو سربیره په قصی بن کلاب کښې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نسب سره یوځای کیږي.
حضرت زبیر بن العوام رضی الله عنه په ماشومتوب کښې د خپل پلار د سیوري څخه محرومه سو او د خپلي مور حضرت صفیه رضی الله عنها او خپل اکا نوفل بن خویلد تر سرپرستي لاندي ؤ.
حصرت سیدنا زبیر بن العوام رضی الله عنه دبلوغ حالت ته نه وو رسیدلی چي په اسلام مشرف سو او د لومړنیو مؤمنانو په صف کښې یې لوړه درجه وګټله، کله چی یې د حق دعوت قبول کړی نو د اکا شفقت یې په دښمني او نفرت بدل سو دومره ظلم او ستم به یې ورباندي کاوه چي کله به یې د اور د سکروټو داغونه ورکړل او کله به یې په خوټیدلو اوبو کښې لمبوی او ورته ویل به یې چي خپل پلرني دین ته راواوړه مګر دغه د حقي لاري ریښتوني عاشق به جواب ورکاوه چی نه، زه به هیڅ کله بیا کافر نسم.
د نبوت په اولو وختونو کي یوه ورځ په مکه مکرمه کښې اوازه سول چي مشرکانو محبوب صلی الله علبه وسلم بندي کړی یا یې شهید کړی دی، ددې خبر په اوریدلو د بنو اسد قبيلې يو شپاړس کلن زلمی په ډیره بیړه پداسي حال کښې له کوره ووتی چي توره یې د پوښه څخه ایستلې وه او د محبوب صلی الله علیه وسلم کور ته ورسیدی نو ویې لیدل چي د الله جل جلاله حبیب صلی الله علیه وسلم روغ رمټ په عافیت کښې ناست دی نو د حده زیات خوشحاله سو، محبوب صلی الله علیه وسلم چي دغه زلمى وليدی نو د تبسم په ډکو شونډو یې ورته وفرمایل: وروره څه خبره ده چی پدې ټکنده غرمه کښې لڅه توره په لاس راغلې؟ زلمي عرض وکړ: یارسول الله! صلی الله علیه وسلم مور او پلار مي درنه ځار سه ما اوریدلی وه چي دوښمنانو بندي کړی یا شهید کړی یې، محبوب صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که چیري داسي پیښه سوې وای تابه څه کړي وای؟ زلمي عرض وکړ: د مکې مشرکین قریش مي ټول وژل او قسم په الله جل جلاله چي زه به د مکې له خلکو سره تر هغه جنګیدلی وای ترڅو چي وژل سوی وای، ددی جواب په اوریدلو سره د محبوب صلی الله علیه وسلم په مبارکه څهره کښې د خوښي نښي ولیدل سوې او د زلمي په سرښندني یې شاباس ووایه او د خیر دعا یې ورته وکړل، یوازی هغه ته نه بلکي دهغه توري ته یې هم دعا وکړل چي دا د حق د ملاتړ لپاره له تیکي نه راوتلې لومړني توره ده.
د حق دشمعي دغه پتنګ د بنو اسد قبیلې زلمي حضرت زبیر بن العوام رضی الله عنه ؤ.
کله چي پر مسلمانانو ظلمونه او کړاوونه زیات سو، تر زغم او حوصلې پورته سول نو حضرت زبیر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اجازه حبشې ته هجرت وکړی هلته له څه وخت تیرولو نه وروسته بیا مکې ته راغلی او په تجارت یې لاس پوری کړی.
کله چي محبوب صلی الله علیه وسلم پخپله مدینې منورې ته په هجرت روان ؤ نو حضرت زبیر بن العوام رضی الله عنه د تجارتي قافلي سره مکې ته راتلی نو په لاره کښې د محبوب صلی الله علیه وسلم او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره مخامخ سو او هغوي ته یی سپین ټوکران د هدیې په ډول ورکړل.
او بیا د څه وخت څخه وروسته د خپلې مور صفیه رضی الله عنها او خپلي میرمني حضرت اسماء رصی الله عنها په ملګرتیا پخپله هم مدینيې ته مهاجر سو.
کله چي د اسلامي جهادونو لړۍ شروع سول نو حضرت زبیر رضی الله عنه په هره جګړه کښې په پوره میړانه او استقامت برخه اخیستله تر دې پوری چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به دهغه د زړور توب او سرښندني ستاینه کوله او حضرت علی کرم الله وجهه به هغه ته اشجع العرب ویل یعنی په عربو کښې ډیر باتوره.
د حق او باطل په لومړي غزاء بدر کښې د حضرت زبیر رضی الله عنه توري د دښمن لیکي تارمار کړې، پدغه ورځ د زبیر رضی الله عنه ژیړه لنګوته بر سر تړلې وه کله چي د محبوب صلی الله علیه وسلم سترګي ورباندي ولګیدلې نو ویې فرمایل: نن د مسلمانانو د مرستې لپاره د اسمانه پرښتې راغلي دي او هغوی هم ژړ رنګ لنګوټې تړلي دي.
د حضرت اسماء بنت ابوبکر رضی الله عنها څخه روایت دی چي د بدر د جنګ په وخت کي د مشرکانو يو پهلوان د یوې غونډي سر ته وختی او په لوړ اواز یې چیغه کړل څوک سته چی زما مقابلې ته راسي، پدې وخت کي د محبوب صلی الله علیه وسلو نظر پر حضرت زبیر رضی الله عنه باندی ولګیدی چی نژدې ورته ناست ؤ نو ورته ویې فرمايل: ایا ابن صفیه! ( ولاړ سه او ددغه مشرك مقابلې ته ورسه) زبیر بن العوام رضی الله عنه هم ور ولاړ سو او د مشرک مقابلي ته ورغلی، مشرك هم خورا پهلوان سړی وو دواړو يو د بل د وژلو هڅه کوله، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دغو دواړو څخه چي هر یو مخکي د غونډۍ څخه لاندي وغورځیدی هغه به ووژل سي او بیا یې د حضرت زبیر رضی الله عنه په حق کښې دعا وکړل، لږ وخت وروسته دواړه پداسي حال کي لاندي را وغورځیدل چي مشرك لاندي او حضرت زبیر رضی الله عنه پر سربیره ؤ حضرت زبیر رضی الله عنه پخپل توري سره د مشرك سر ورپریکړی او د جهنم کندي ته یې واستوی.
په همدغه غزاء کښې د مشرکانو یو غټ پهلوان عبيده بن سعید بن عاص چی سر تر پایه په جنګي زغره کښې پټ ؤ او مسلمانان یې ډیر په تکلیف کړي وه نو زبیر رضی الله عنه د نیزې واری د هغه په سترګه باندي وکړ او هغه هم هلاك سو.
داحد په غزاء کي حضرت زبیر رضی الله عنه د هغو څوارلسو صحابه کرامو څخه وو چي د شروع څخه بیا تر پایه پوري یې د محبوب صلی الله علیه وسلم د حمایت لپاره ځانونه سپر کړي وه پدې جګړه کښي د مشرکانو بیرغ اخیستونکی طلحه بن ابی طلحه مسلمانانو ته د جنګ دعوت ورکړ، حضرت زبیر رضی الله عنه ور وړاندي سو او په تیزي سره یې ور ټوپ کړل او د هغه تر شا پر اوښ باندي سپور سو بیایې هغه لاندي راوغورځاوه او پخپله توره سره یې حلال کړی، محبوب صلی الله علیه وسلم چي دغه په زړه پوري حمله ولیدل نو د حضرت زبیر رضی الله عنه ستاینه یې وکړل او ویې فرمایل: د هر پیغمبر لپاره يو حواری یعني ملاتړی او ساتونکی وي زما ملاتړی او ساتوونکی زبیر دی، که زبیر د هغه مقابلی ته نه وای وتلی زه به پخپله وروتلی وای.
داحزاب په سخته جګړه کښې هم چی کله نوفل بن عبد الله بن مغیره مخزومی د مقابلې لپاره میدان ته راووتی نو حضرت زبیر رضی الله عنه ور وړاندی سو او هغه یې پخپلی توري سره دوی ټوتې کړ، د احزاب په غزا کي نبي کریم صلی الله علیه وسلم زبیر بن العوام رصی الله عنه ته په شاباسي او تحسین کښې وفرمایل: (فداك أبي وأمی ) یعنی زما مور او پلار دي درنه ځارسي.
حضرت زبیر رصی اله عنه په بیعت رضوان کښې هم برخوال ؤ هغه چي الله جل جلاله د خپلي رضاء اعلان ورته کړی دی.
د خيبر په جنګ کښې هم زبیر رضی الله عنه ډیره میړانه وښودله هلته مرحب پهلوان د حضرت علی کرم الله وجهه په لاس او د هغه ورور یاسر چي په پهلواني کي تر هغه کم نه ؤ د حضرت زبیر رضی الله عنه په لاس ووژل سو.
د مکې دفتح په کال کي د لس زره کسیز اسلامي لښکر په مینځ کښې دا امتیاز حضرت زبیر رضی الله عنه ته ورپه برخه سو چي هغه ته نبوي مبارك بیرغ د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا ورکړل سو.
د مکې دفتحي څخه وروسته د حنين طائف او تبوك په جنګونو کښې هم برخوال او بيا په حجة الوداع کښې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګری ؤ.
دسرور کائنات صلی الله علیه وسلم د رحلت څخه وروسته حضرت زبیر رصی الله عنه د شام او مصر په جنګونو او نورو معرکو کښې پوره میړانه ښودلې ده.
د یرموک په تاریخي جنګ کي د کفارو شمیر د مسلمانانو د لښکر د شمیر څخه څو چنده زیات وو ( رومیان تقریبا اووه لکه ۷۰۰۰۰۰ نفره وه، او مسلمانان تقریبا دوولس زره یا پنځه ویشت زره ۲۵۰۰۰ نفره وه)
نو حضرت زبیر بن العوام رضی الله عنه د کفارو د لښکر د ډیروالي د بیري د ختمولو او د کفارو په زړونو کي د مسلمانانو د رعب او هیبت د اچولو لپاره د کفارو پر لښکر د شلو نفرو فدایانو سره یو ځای حمله وکړل تر چي شل نفره فدایان ټول شهیدان سول او زبیر رضی الله عنه د کفارو سره په جنګ ؤ تر څو د کفارو د دغه لوی لښکر تر صفو ووتی او د لښکر شاته د ښځو خیمو ته ورسیدی او بیرته د هغې خوا څخه د کفارو په لښکر ګډ سو او هري خواته یې وهل او حملی کولی تر څو د مسلمانانو لښکر ته راورسیدی او پر بدن یې ډیر د تورو او نیزو ګزارونه خوړلي وه او په بدن کي یې یو ډیر غټ زخم وو چي تر جوړیدلو وروسته هغه ځای د یو غټ غار غوندي په بدن کي پاته سو، کله چي به صحابه کرامو رضی الله عنهم دغه زخم ولیدی نو د یرموک ورځ به یې راپیاد سول.
په پای کښې د حضرت علی کرم الله وجهه د خلافت په دور کښې د عمرو بن جرموز لخوا دماپښین په لمانځه کښې د سجدې په حال کښي شهید کړل سو، او ابن جرموز د حضرت زبیر رضی الله عنه زغره، توره او پریکړی سر د انعام په تمه د حضرت علی رضی الله عنه په مخ کي کښیښودل، حضرت علی کرم الله وجهه چي توري ته وکتل نو ویې ویل: دغی توری ډیر ځله د رسول الله صای الله علیه وسلم د مخی څخه دښمنان تارمار کړیدي، ای د ابن صفیه قاتله! تاته دي د جهنم زیری وي.
په دې د اسلامي امت دغه ځلانده ستوری راپریووت.

*رضی الله عنهم ورضوا عنه*

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: