د اتم هجري کال د روژې شلمه؛ یوه تاریخي ورځ!

لیکوال: حماد افغان شیرزاد

د ۸هجري کال د روژې په شلمه چې د جنوری ۶۳۰میلادي کال ۱۰ نیټې سره یې سمون خوړلو مسلمانانو د رسول الله ﷺ په قیادت کې یوه تاریخي فتحه ترلاسه کړه، چې په تاریخ کې د فتحه مکې اود عظیمې فتحې په نومونو هم یاده شوې.

رسول اللهﷺ صحابۀ کرامو ته د څو ورځې وړاندې د یوې غزا په طرف د تللو لپاره د تیارۍ امر وکړ، نیت یې د مکې فتحه وه، سبب ده دې فتحې دا شو چې د مکې قریشو د معاهدې نقض وکړو او خپل حلیف چې بنو وائل بن بکر بن عبد منات بن کنانة یوه خاصې څانګې بنونفاثه سره یې د مسلمانانو د حلیف بنوخزاعة خلاف مرسته وکړه ، دا معاهده په صلح حدیبیه کې شوې وه، چې قریشو ترینه سرغړونه وکړه ، مسلمانانو د تړون د نقض په ځواب کې یوه غټ لښکر چې ۱۰ زره صحابۀ کرام پکې وه د محمد ﷺ په مشرۍ د مکې د فتحې په لور وخوځیدو.

مسلمانان مکې مکرمې ته پرته له کومې جګړې فاتحین ننوتل یواځې په یو طرف کې د عکرمه بن ابي جهل په مشرۍ یو سوکسانو جګړه وکړه چې خالد بن ولید رض ورسره وجنګېدلو او یوازې ۱۲ کافران ووژل شول او نور وتښتېدل او دوه صحابۀ کرام شهیدان شول.

کله چې رسول الله ﷺ مکې مکرمې ته داخل شو نو هلته یې د ټولو بتانو، مجسمو او انځورونو د ماتولو امر وکړ او دا آیتونه یې لهځانه سره تلاوت کول “جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا”
او دا هم «جَاءَ الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ»،
وروسته د لمانځه وخت شو مبارک علیه السلام بلال بن رباح رضي الله عنه ته د اذان امر وکړ، بلال د بیت الله چت ته وختلو او په لوړ اواز یې اذان وکړ .

ده دې فتحې وروسته د قریشو غټ غټ سرداران مسلمانان شول ابوسفیان او د هغه ښځه هنده بنت عتبه ، عکرمه بن ابي جهل، سهیل بن عمرو، صفوان بن امیه او د ابوبکر صدیق رضي الله عنه والد ابو قحافه او نور ډیر.
ماخذ/ تاریخ طبري او البداية والنهایة.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button