اصل او محرَّف عيسويت ته لنډه کتنه:

هدايت الله حکمت

حضرت عيسی ع (عليه الصلوة والسلام) د يحيي ع څخه يوازي شپږ مياشتي وروسته نړۍ ته سترګي وغړولې.

الله تعالی هغه د مريم ع څخه د معجزې په توګه بې پلاره پيدا کړ، هغه ته د دېرشو کلونو په عمر کي نبوت ورکړل سو، هغه د فلسطين په ښارونو او کوڅو کي د دعوت او تبلیغ په عزم ګرځېدی، الله پاک هغه ته ” اِنجيل ورکړی وو، چي له حکمتونو او نصيحتونو څخه ډک آسماني کتاب وو، خو يهودانو نه يوازي دا چي د انجيل انکار يې وکړ، بلکي حضرت عيسی ع يې هم جادوګر وبلی، او د ځايي رومي باچا سره يې په ګډه د بني اسراييلو د دغه وروستي نبي د وژلو (نعوذ بالله) دسيسه جوړه کړه.

الله پاک په عين وخت کي حضرت عيسی ع د هغوی له حملې او محاصرې څخه وژغوری، او آسمان ته يې ژوندئ پورته کړی، او يهودانو خپل جاسوس ” يهوذا ” چي په هم هغه وخت کي د‌ حضرت عيسی ع د شکل سره مشابه ګرځېدلی وو، بندي کړ، او په محکمه کي په رسمي قضيه سره محاکمه، او په دار وځړېدی. ﴿ الکامل في التاريخ، ټوک ۱، م ۲۷۴ تر ۲۸۶ ﴾

يهودانو له هم هغه وخت څخه په دې غلط فهمۍ کي دي چي هغوی عيسی ع قتل کړی دی، حال دا چي قرآن پاک په څرګنده اعلان کړی دی: ” نه هغوی عيسی ع قتل کړی او نه يې په دار ځړولی دی ” ﴿ النسآء آيت ۱۵۷ ﴾

يَثرِب (مدينې منورې) ته د يهودانو راتګ

د حضرت عيسی ع څخه وروسته د يهودانو په سرکښۍ او سرزورۍ کي نور زياتوالی راغی، هغوی د نورو ملتونو له ولکې څخه د خلاصېدو او د هغوی د لاندي کولو دپاره ډول ډول دسيسې او سازشونه په کار واچول، د هغوی د تحرکاتو څخه د وخت باچا طيطوس (titus) په عذاب سو، او د هغوی عام وژنه يې وکړه او سليماني عبادتځای يې ړنګ کړ، په ۵۱۳ عيسوي کي يو بل حکمران ” اډريان ” نور ظلم او تېرئ پري وکړ، او هغوی يې د بيت المَقْدَس څخه وشړل.
يهودان تيت وپرک سوه، په مختلفو سيمو کي استوګن سوه، په هغوی کي ځيني جزيرة العرب ته راغله د حجاز په ښار ” يَثْرِب ” کي آباد سوه.

په عيسويت کي نقب او نغم:

هغه مهال د‌ عيسی ع اصلي پلويانو چي خپله هم کم وه، زياترو له نړۍ څخه سترګي پټي کړي وې، او څه چي پاته وه هغوی هم د رومي حاکمانو د ولکې او سلطې له امله د اصلي عيسوي دين زيات اشاعت او تبليغ نه سوای کوای.

عيسويت ته عقيده لرونکو خپل مذهب پټ، او په ځنګلونو کي يې اوسېدل پيل کړه، او راهب ورته ويل پيل سوه، بيا هم يو کس وو چي د عيسوي دين يې بشپړ تبليغ کوی، د هغه اصلي نوم ” ساول ” وو، خو په ” پُولَس ” مشهور وو.

دا‌ کس په اصل کي سخت دريځه يهودي وو، هغه د عيسی ع په ژوند کي د هغه ع بېخي زيات مخالفت کړی وو، خو د هغه ع وآسمان ته د پورته کېدو لږ موده وروسته يې پر هغه د ايمان راوړلو دعوه وکړه، وروسته هغه د عيسويت داسي قواعد او اصول وضع کړه چي د حضرت عيسی ع له تعليماتو څخه بالکل بېل او جلا وه، هغه پر حضرت عيسی ع، حضرت جبراييل ع او اللهﷻ باندي مشتمله د درو خدايانو مفکوره وړاندي کړه، خدای يې پلار، عيسی ع يې زوی وبلی، هغه د حضرت عيسی ع پر دار د ځړېدو عقيده وخورول لکه څنګه چي د يهودانو خيال وو.

د حضرت عيسی ع اصلي يارانو د هغه دا خبري ونه منلې؛ ولي چي حضرت عيسی ع د هغوی په مخکي ژوندئ آسمان ته پورته سوی وو، خو پولس نه يوازي دا‌ عقيده مشهوره کړه، بلکي دا ډنډوره يې هم خوره کړه چي د خدای زوی دار ته په ختو سره د خپلو پلويانو د مخکينيو ګناهونو کفاره ادا کړه.

د عيسی ع رشتينو يارانو د پُولَس سره سخت مخالفت وښودی. همداسي په عيسويانو کي څو ډلي جوړي سوې، د پولس مذهب تر ټولو زيات شهرت وموند. هغه خپله اروپا ته ولاړ، او د خپلو عقایدو تبليغ يې وکړ، دا چي د هغه مفکورې رومي او يوناني افسانوي خيالاتو ته نېږدې وې، نو ځکه خلګو په پټه د هغه مذهب منل پيل کړه، له پُولَس وروسته د هغه مريدانو د تبليغ کار روان وساتی، نو داسي کرار کرار د اصلي عيسوي دين ځای د پُولَس باطل نظرياتو ونيوی، دغه دين د ” عيسويت ” په نامه په شام، مصر، اناطولیه ( اناضول ) قُسطَنْطِيْنِيَّه ( استامبول ) او روم کي خپور سو.

د څلورمي عيسوي پېړۍ په پيل کي دغه بدل سوي عيسويت د روم د امپراتور قُسْطَنْطِيْن بن قُسْطَنْس سرپرستي ترلاسه کړه، دا امپراتور زوړ سوی وو، او د ديوان وزيران ورڅخه بېزاره سوي وه، او د بل باچا د راوستلو چمتووالی يې نيوی، باچا سیاسي چال وچلوی او د عيسويت د قبولولو اعلان يې وکړ، نو داسي هغه په لکونو خلګو چي په پټه يې عيسويت قبول کړی وو، د باچا په حمايت او ملاتړ کي کلک ودرېده، چي بيا باچا د هغوی په ملتيا د خپل سياسي مخالفينو چي پر پخواني يوناني افسانوي خيالاتو ولاړ وه، مقابله وکړه او هغوی ته يې ماتې ورکړه او د خپل مذهب پله يې درنه کړه. ﴿ الکامل في التاريخ، ټوک ۱، مخ ۲۹۸، ۲۹۹ ﴾

په ﴿ ۳۲۵ م ﴾ کي په ” نِيْقِيَّه ” ( د اوسني ترکيې يو ښار ) کي د دې نوي مذهب عالمانو کنفرانس وکړ، چي په هغه کي د تثليث، د کفارې عقيده، او د خدای د پلار کېدو او د عيسی ع د زوی کېدو عقايد د عيسويت د لازمي اصولو څخه ومنل سوې، نو داسي د انجيل تحريف سوي نسخې آسماني ليک وبلل سو چي د اصل ثابتولو دپاره يې د هغوی سره هيڅ سند او ثبوت نه وو.

نو داسي عيسويت د الله له توحيد څخه ليري د شرکي عقيدو مجموعه وګرځېده، يوازي ناصريه (nazarenes) يوه وړوکې غوندي ډله داسي پاته سوه چي د رومي حکومت پر جبر، د پادريانو پر ګمراهۍ او د يهودانو پر منافقت او دوه مخيو سربېره پر توحيد ټينګ ولاړ وه، د هغوی ماسېوا ځيني راهبان او بزرګان داسي وه چي سمي عقيدې والا وه، خو خپل افکار او نظريات يې د يهودانو له ويري پټ ساتل، د هغوی څخه يو کس د نجران هغه بزرګ وو چي د عبدالله بن تامر رح نومي ځوان د هدايت وسيله وګرځېدی، د عبدالله بن تامر رح په هلو ځلو ګرده قوم د توحيد کلمه وويل، مؤمنان سوه، خو ځايي يهودي حاکم يوسف ذونُواس هغه ګرده مؤمنان د اور په خندقونو کي واچول او شهيدان يې کړل، دا د رسول اللهﷺ د راتګ څخه اويا ﴿ ۷۰ ﴾ کاله مخکي پېښه ده. ﴿ تفسير ابن کثير، سورة البروج ﴾

له دې وروسته اصلي عيسويت تقريبا ختم سو، ها… د مکې د عيسوي عالم وَرَقَه بن نوفَل غوندي يو و دوه دانې به وه، چي پخپل زړه کي يې د هدايت شمع بله، د يو ښه وخت په بېتابۍ سره منتظر وه، البته تر کومه چي د عمومي منظر خبره ده نو په عيسوي نړۍ کي هر لور ته د کفر او شرک تياره او زمانه وه/ ده.

﴿ حواله: د مسلمه أمت تاريخ، مولانا محمد اسماعیل ريحان صاحب ﴾

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button