د روژې په ۱۲مه او ۱۳مه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې

 

لیکوال: حماد افغان شیرزاد

د مصروفیاتو له امله په لیکنو کې ډېر ځند راغلو، بښنه غواړم.

د هجرت په ۸ کال د روژې په دولسمه رسول الله ‎ﷺ صحابۀ کرامو ته د تیارۍ حکم وکړ چې موږ به نیږدې وخت کې یوې سترې غزا ته ځو، بیا یې څو ورځې وروسته مکه فتحه کړه.

د ۱۳هجـ کال د روژې په دولسمه مسلمانانو د بویب ستره معرکه کې فتحه ترلاسه کړه او د ایراني لښکرو د ماتې خوړلو سره د فارس دروازې هم د مسلمانانو پر مخ خلاصې شوې.

د ۲۳۸هـ کال د روژې په دولسمه رومیانو د مصر د دمیاط پر ښار حمله وکړه، ښار یې ټول لوټ کړ، وګړي یې قتل، مساجد، مدرسې او دوکانونه یې وسوځول. خو وروسته مسلمانانو بدله واخیستله.

د ۳۳۱هـ کال د روژې په دولسمه قائد حمداني توزون د ناصر الدوله بن حمدان په امر بغداد ته داخل شو او هلته یې بیا د عباسي خلافت د دویمې دورې اعلان وکړ.
د ۶۶۶هـ کال د روژې په دولسمه مسلمانانو د ظاهر بیبرس په مشرۍ د انطاکیه ښار له صلیبیانو بیا ونیولو.
د ۵۹۷هـ کال د روژې په دولسمه ستر محدث، فقیه او مفسر عالم “ابوالفرج بن الجوزي” رح وفات شو، نوموړي د علم ستر خدمت کړی او زیات کتابونه یې لیکلي، د نوموړي نسب ابوبکر صدیق رض ته رسیږي، ابن الجوزي ۵۱۰هـ کال د بغداد ښار کې زیږیدلی وو.

د ۶۷۲هـ کال د روژې په دولسمه د الفیه مصنف “ابن مالک ابو عبدالله الحیاني” وفات شو، نوموړې د اندلس مشهور نحوي او د لغت ماهر عالم وو، تر ټولو مشهور کتاب یې د نحوې “الفیه” ده چې په ټول قواعد یې په زرو اشعارو کې راغونډ کړي.

د ۷۸۴هـ کال د روژې په دولسمه د مملوک سلطنت سلطان “المظفر زین الدین حاجی ” د ۱کال او درې میاشتو حکومت کولو وروسته د خپلو په لاس شهید کړای شو.

د هجرت په ۱۵کال د روژې په دیارلسمه د مسلمانانو خلیفه “عمر بن الخطاب” رض بیت المقدس ته د هغه مبارک ځاې د زیارت او چابیو د ترلاسه کولو لپاره ورسیدلو، او دا وروسته د سترو معرکو وو چې صحابۀ کرامو په شام کې وکړې او بیت المقدس یې ونیولو.

د ۶۷کال د روژې په دیارلسمه حجاز کې د طاعون وباء چې په تاریخ کې “د طاعون جارف” په نوم مشهوره ده راغله او دا ورځو کې په حجاز د عبدالله بن زبیر حکومت وو، په دې طاعون دوه سوه زره خلک وفات شوي وه، چې پکې د انس بن مالک رض ۸۰ بچي هم شامل وه.

د ۲۵۰هـ کال د روژې په دیارلسمه عباسي خلیفه “احمد المتسعین بالله” د موسی بن بغا الکبیر په مشرۍ حمص ته د هغې ځاې د خلکو د بغاوت ختمولو لپاره یو لښکر ولیږلو او پکې کامیاب شو.

د ۴۰هـ کال د روژې په دیارلسمه مشهور صحابي ابولبابة رض وفات شو.
د ۹۵هـ کال د روژې په دیارلسمه د اموي خلافت سفاک او ظالم قومندان ” حجاج بن یوسف الثقفي” وفات شو.

د ۱۸۱هـ کال د روژې په دیارلسمه مشهور محدث، مفسر او مجتهد عالم ” عبدالله بن المبارک المرزوي ” وفات شو.
د ۶۹۸هـ کال د روژې په دیارلسمه د عثماني خلافت خلیفه “مراد الاول” د سترو فتوحاتو وروسته د اوسو په سیمه کې له یوې معرکې وروسته شهید شو.

#یادونه: دا لړۍ دوام لری، له موږ سره اوسئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button