پاکستان هم له افغانستان او ایران خپلې پولې وتړلې

عزم(دوشنبه، ۱۳، غويي ۱۴۰۰): د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د روانې مې میاشتې له ۵ مې نه تر ۲۰ پورې به د دغه هېواد سرحدي لارې د مسافرو د تګ راتګ پرمخ تړلې وي، خو سوداګري به د تېر په څېر دوام کوي.

د پاکستان حکومت اوسمهال یوازې له ایران او افغانستان سره خپلې پولې د هغو مسافرو د تګ راتګ لپاره تړلي، چې پلی تګ راتګ کوي.

پاکستان هم د نړۍ د هغو هېواد په ډله کې دی، چې د کرونا وبا پکې په چټکۍ خپرېږي او هره ورځ په دغه هېواد کې زرګونه د کرونا نوې مثبتې پېښې ثبتېږي.

د حکومت په اعلان کې ویل شوي، پاکستان د کرونا وبا د پراختیا د مخنیوي لپاره له افغانستان او ایران سره خپلې سرحدي پولې د مسافرو پرمخ تړي.

د پاکستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په سند ایالت کې د کرونا برازیلي، برېتانوي او سویلي افریقا بڼې هم تشخیص شوي دي او که خلک روغتیايي سپارښتنې عملي نه کړي، نو د دغه هېواد خلک به د هندوستان په برخلیک ککړ شي.

پاکستان داسې مهال له افغانستان او ایران خپلې ځمکنۍ پولې د مسافرو پرمخ وتړلې، چې پرون افغان حکومت هم له ایران سره خپلې پولې د مسافرو پرمخ وتړلې.

د روانې شنبې په ورځ پاکستان اعلان وکړ، چې دغه هېواد به خپلې نړیوالې الوتنې هم تر ۸۰ سلنه راکمې کړي.

د کرونا وبا د خپرېدو راهیسې په پاکستان کې تر اوسه ۸۳۴ زره او ۱۴۶ تنه په کرونا ککړ شوي، چې ۱۸،۱۴۹ تنه ترې مړه شوي دي. همدا نن هم په پاکستان کې ۴،۲۱۳نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۷۹ تنه له کرونا مړه شوي دي.

د پاکستان په بل ګاونډي هېواد هندوستان کې هم کرونا په چټکۍ خپرېږي او هره ورځ د زرګونه تنه د مړینې سربېره سلګونه زره کسان په دې ناروغۍ ککړېږي هم.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button