ننګرهار: د شنو خونو له ډېرېدو سره یې حاصلات هم زیات شوي

عزم(دوشنبه، ۱۳، غويي ۱۴۰۰): د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د ننګرهار د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار ننګرهار کې سلګونه شنې خونې جوړ شوي دي، چې اوسمهال یې حاصلات د دې ولایت په هټیو کې پلور ته وړاندې شوي دي.

د یاد ریاست د چارواکو په خبره، د دې ولایت په کچه سلګونه لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې شوي، چې ورسره د سبو او ترکاریو په بیو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله ساپی وايي، د یادو  شنوخونو له ډلې یوازې د کرنې وزارت اړوند د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې په همکارۍ له ۲۰۱۸یم کال را په دېخوا په دې ولایت کې ۴۱۰ لویې او کوچنۍ سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي او د مارکېټ غوښتنې ته په کتو رومي بانجان، بادرنګ او بېلابېل سابه او ترکاري په کې کرل کیږي. «دغه شنې خونې، چې د ننګرهار په اچین، شېرزاد، خوږیاڼي، چپرهار، کوټ او روداتو ولسوالۍ کې جوړ شوي دي، په یو کال کې دوه فصله ورکوي، چې تر ډېره په کې بادرنګ او رومي بانجان کرل کېږي.»

دی وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د ننګرهار په شنو خونو کې راټوکېدلي او په دې موسم کې یې حاصل د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي.

شنې خونې، چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د ننګرهار د بزګرانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې دخپل ولایت د اړتیا وړ سابه تولید او ان د ننګرهار ترڅنګ نورو ولایتونو  ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.

د کرنې وزارت له خوا دغه شنې خونې په هرموسم کې د تازه سبو د تولید او په لویه کچه د خوړو خوندیتوب او په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه جوړې شوي دي. دغه شنې خونې کورنیو ته دا زمینه هم برابروي، چې د خپلو سبو د پلور له لارې ښه عواید تر لاسه کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې هېواد کې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي.دوی وایي، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په سلګونه وړې او سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې ډول ډول سابه او ترکاري کرل کېږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: