د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د وروستیو اورلګېدنو له امله سوداګرو ته ۱۰۰ مېلیونه ډالر زیان اوښتی

عزم(دوشنبه، ۱۳، غويي ۱۴۰۰): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، په هېواد کې د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوي او ګڼ سوداګر هم پکې زیانمن شوي دي.

د دې خونې عمومي مشر توکل احمدیار په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د کابل په مراد بېک سیمه کې د تېلو ټانکرونو د سوځېدو له امله سوداګرو ته ۱۰۰ مېلیونه ډالر زیان اوښتی دی. «وروستيو پېښو خصوصي سکتور ته تر ۱۰۰ مېلیونه ډالرو زیات زیان اړولی دی. په داسې حال کې چې په دی برخه کې د حکومت له خوا هېڅ کوم ګام نه دی پورته شوی. برسېره پر دې، د هېواد په ګمرکونو، دروازو او بندرونو کې د مختلفو ادارو د استازو په نامه د خصوصي سکتور څخه پیسې ټولوي مګر هېڅ څوک د خصوصي سکتور غږ نه اوري.»

د احمدیار په خبره، یو شمېر ادارې داسې هم دي، چې ځینې مسئایل ورپورې هېڅ اړه نه لري؛ خو بیا هم سوداګرو ته سرخوږی جوړوي او د پیسو غوښتنه ترې کوي.« د درنو جرمونو اداره د مڼو صادرات ودروي. په یوه ولایت کې د بل ولایت د ګمرک اسناد نه منل کېږي، چې دغه چاره د سوداګرو د ځورېدو سبب شوې ده.»

نوموړي حکومت ته ګواښ وکړ، که غوښتنې یې ونه مني، نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او په ټول هېواد کې به د نفتي توکو عرضه او خدمات بند کړي.

احمدیار له زیانمنو شویو سوداګرو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره له اشرف غني سره وګوري او په هرات او نورو ځایونو کې د اور وژنو په اړه د معلوماتو غوښتنه ترې وکړي او همدارنګه د هغو کړنو په اړه چې تر دې دمه د دولتي ادارو لهخوا ترسره شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ خونې مشر یونس قاضي زاده وویل، که چېرې د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به د پټرولیم واردات بند کړي او په دې حالت کې به مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه وي چې دغه ډول پېښو ته یې لاره هواره کړې ده.

د تېرې یکشنې په شپه هم په کابل کې د اورلګېدنې له امله ۷ تنه وژل شوي وو او ۱۴ نور ټپیان شوي وو. په دغه اورلګېدنه کې د لسګونه ټانکرونو د سوځېدو سربېره ګڼو ملکي وګړو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button