مسیر ورځپاڼه: د پرله‌پسې اورلګېدنو له امله به ډېری پانګه‌وال خپلې پانګې وباسي

عزم(دوشنبه، ۱۳، غويي ۱۴۰۰): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د کابل په وروستۍ اورلګېدنه بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، له هرات او فراه وروسته په کابل کې هم سختې اورلګېدنې د ځاني زیانونو سربېره خلکو ته مالي زیانونه هم واړول.

«په هرات او فراه کې له لویو اورلګېدونو وروسته په کابل کې هم د تېلو پر ټانګرونو او په نورو توکو بار موټرونو باندې اور لګېدلی دی چې د مالي زیانونو تر څنګ یې ځاني زیانونه هم اړولي دي. په دې پېښه کې اووه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. په پېښه کې سوداګرو او د دغو ټانکرونو مالکانو ته هم زیان اوښتی دی. لا هم ددې اور لګېدنې لامل څرګند نه دی.»

ورځپاڼې لیکلي، په کابل کې د اورلګېدنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي او هم د دې اورلګېدنې له امله د کابل ښار برېښنا د شپږو ساعتونو لپاره پرې شوې وه.

«دا په څو میاشتو کې درېیمه پېښه ده چې کېږي. دا ډول یوه خونړۍ پېښه په هرات کې وشوه چې سلګونه ټانکرونه او په نورو توکو باور موټرونه او لارې پکې وسوځېدلې. هغه وخت ویل کېدل چې په ناسم ځای کې ددغو ټانکرونو درول او هلته د اور ضد توکو نشتوالی ددې سبب شوی دی چې دا اور لګېدنه وشي. ځیني کسان پکې سیاسي او نور لاملونه هم دخیل بلل چې حکومت یې په تړاو د پلټنو خبره کړې وه، خو لا هم ددې پلټنو پایله له خلکو سره نه ده شریکه شوې. له هغه وروسته بله پېښه هم په فراه کې وشوه چې ګمرک ته ولاړ موټرونه او ټانکرونه وسوځېدل. دا دی اوس درېیمه پېښه په کابل کې کېږي چې د نورو مالي زیانونو تر څنګ یې څو ساعتونه پر کابل ښار برېښنا هم پرې کړې وه او تر دې ناوړه یې دا چې اووه کسان پکې ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.»

د سرلیکنې له مخې، که د حکومت غفلت همداسې روان وي، نو ځینې پانګه‌وال به خپلې پانګې له هېواده بهر کړي؛ ځکه دلته یې کاروبار له خطر سره مخامخ شوی دی.

«له بده مرغه حکومتي چارواکي یوازې په دې غم کې دي چې موټرونه ګمرک کړي، پیسې ترې واخلي او نور په دې اړه فکر او کار نه کوي چې څنګه دوی ته د درېدو خوندي ځایونه برابر کړي او دوی له خطرونو وژغوري. دوی نه یوازې په دې برخه کې کوم اساسي کار نه دی کړی، بلکې ان په ګمرکونو او ښارونو په دروازو کې فساد، د مامورینو غفلت او بیروکراسي هم ددې سبب شوې چې دا ډول پېښې رامنځ ته شي. حکومت بیا بیا د داسې پېښو د مخنیوي او د تېرو پېښو د پلټنې ژمنې کړې دي، خو له بده مرغه هېڅ نه دي شوي. په داسې یو هېواد کې چې سوداګرو یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، ځینې یې خپلې پانګې باسي، دا ډول پېښې به لا زیات پر سوداګرو او د دوی پر کاروبار منفي اغېز وکړي. کله چې سوداګرۍ د خپل ځان او کاروبار د خوندیتوب احساس ونه کړي، نو له کاروبار لاس اخلي او خپله پانګه بهر ته وباسي. په دې سره له یوه اړخه وزګارتیا زیاتیږي او له بله اړخه دا چاره د هېواد اقتصاد ته سخت زیان رسوي.»

د مسیر په باور، حکومت دې نور غفلت نه کوي او د سوداګرو کارونو ته دې جام پام وکړي؛ ګنې دغه ډول پېښې په هېڅ ډول جبرانېدای نه‌شي.

«حکومتي چارواکي نور باید په دې اړه غفلت ونه کړي. د سوداګرو او د هغوی د مالونو خوندیتوب د حکومت دنده ده. د دوی دنده یوازې دا نه ده چې مالیه او ګمرک واخلي، بلکې دوی باید سوداګرو او د هغوی کارونو ته جدي پام وکړي. شوې پېښې په جدي ډول وڅېړي، لاملونو ته یې جزا ورکړي، سوداګرو ته رسېدلی زیان تر ممکنه بریده جبران کړي او پرې نه ږدي چې دا ډول پېښې تکرار شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: