اوس باید څه ډول چلند وشي؟

خط اول

تر نږدې دوه لسیزې سخت مقاومت او درنو قربانیو وروسته اوس افغان ولس د خپلې مبارزې ثمرې کتلو ته شېبې شمېرې. د وسله وال مقاومت یوه اصلي موخه چې هغه له هېواده د بهرنیو یرغلګرو وتل و پوره کېدونکې ده، او د اسلامي نظام د اقامې د هدف په لور هم ګامونه اخیستل کیږي.

له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم اړتیا ده چې اصلاحي پروګرامونه د پخوا په پرتله څو چنده چټک شي ځکه چې نوی افغان نسل شل کلن اشغال له خپل هر څه پردی کړی دی. له همدې امله پکار ده چې د نوي نسل افکار اصلاح او د سمون په موخه یې زیات کار وشي.

له هغو خلکو سره چې له یرغلګرو او د هغوی له ملګرو سره د نږدېکت له امله یې په مفکوره کې څه نا څه منفي تغیرات راغلي باید داسې چلند ونشي لکه د تېر جهاد تر بریا وروسته چې ځینو خود غرضه اشخاصو ورسره وکړ. د تېر جهاد تر بري وروسته ځینو اشخاصو له افغان خاورې سره د مقبوضه سیمې په څېر چلند وکړ او هر ځای چې یې زړه څه غوښتل هماغه یې د فتحې او د جهاد د بري په نوم له افغان ولس سره وکړل. د داسې اشخاصو ناروا چلند خلکو ته د اسلام او مجاهدینو انځور په تحریف شوې بڼه وړاندې کړ – له همدې امله خلکو عناد ورسره واخیست، د جهاد او مجاهد نوم یې تر پام بد ورغلی او ځینې حتی له دې مقدسې فریضې د انکار تر بریده ورسېدل.

هغوی چې د تېر جهاد تر بریا وروسته يې د جهاد ثمره د خپلو شخصي غوښتنو په اساس عیاروله، تر ظلم و زیاتي کولو وروسته خدای پاک وشرمول. ملت پسې راولاړ شو او افغان خاوره یې – لکه څنګه چې یې له اشغالګرو شورویانو او د دوی له زیره خوړونکو کمونیستانو خلاصه کړې وه – له دوی هم پاکه کړه او د پردیو هېوادونو پایتختونو ته یې کډه کړل. وروسته چې امریکا یرغل وکړ، همدغه خلک د خپلو مخکینیو اعمالو له امله خدای پاک بیا وشرمول، د یرغلګرو د پیاده پوځ رول یې ادا کړ، او د هغو کمونستانو او خلکو سرپرستي او ملګرتیا یې ومنله چې یو وخت یې له هغوی سره یاري کفر بلله.

اوس چې د وخت د یوه بل زبرځواک پر ضد د افغان جهاد بېړۍ تر منزله رسېدونکې ده باید ډېر پام وشي چې تیرې تېروتنې تکرار نشي. له  کبر او غروره ځان ساتل او ولس پر ځان راټولول پکار دي. دې هدف ته د رسېدو لپاره پکار ده چې د تېروتلو اشخاصو د سمون او اصلاح په موخه په همغه اندازه فعالیت وشي څومره چې د اشغال پر وړاندې په نظامي ډګر کې وشو. د دین، هېواد او ولس د علیا منافعو په پار له هغو خلکو سره هم نرمي پکار ده چې یو وخت یې د بخښنې تصور هم نه شوای کېدای – ځکه چې د تېرو څلوېښتو کلونو له جګړې اخیستل شوی درس د همداسې چلند غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: