پکتیا: سیدکرم کې پولیسو یو ځوان په ډزو وژلی

  عزم،سه شنبه،۱۴غویي۱۴۰۰):د پکتیا سیمه ییز چارواکي وایي چې ددغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې پولیسو وروسته تر هغه پر یوه ځوان ډزې وکړې، کله یې چې له هغه سره لفظي شخړه راغله.
د پکتيا امنيې قومنداني د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا پیښه نن مازديګر په سيد کرم ولسوالي کې د يو ځايي اوسېدونکي او پوليس تر منځ تر لفظي شخړې وروسته، رامنځته شوې، چې په تعقیب د پوليس له لوري په ياد ځوان ډزې شوې او ځای پرځای یې وژلی دی.
سرچینې وایي چې پولیسو د “شفیق” په نامه له دغه ځوان څخه غوښتل چې په خپل تراکتور د ولسوالۍ مرکز ته اړوند یوې پوستې ته کندن کاري وکړي، خو نوموړي له دې کاره نټه کړې، چې د پولیسو له غبرګون سره مخ شوی دی.
امنیې قومانداني ویلي چې په پېښه کې ښکېل پوليس نيول شوی او تحقیقات ترې روان دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button