د افغانستان لپاره د ناروې خاص استازي له طالب چارواکو سره کتلي

  عزم،سه شنبه،۱۴غویي۱۴۰۰): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېرمازدیګر مهال یې د سیاسی دفتر د اروپائي برخې د مسئولینو او د افغانستان لپاره د ناروې د ځانګړي استازي “البرټ الساس” ترمنځ لیدنه شوې ده.
دغه ناسته کې چې د طالبانو د ټیم مشري د سیاسي دفتر د اروپایي برخې مسؤل ملا عبدالحق وثیق کوله، په ترڅ کې یې د افغانستان په روان وضعیت، بین الافغاني مذاکراتو او له افغانستان څخه د بهرنیو قواوو په وتلو تفصیلي خبرې وشوې.

طالب ویاند وایي چې دغه ناسته کې همدارنګه په هغو اقداماتو هم خبرې وشوې چې د دوحې د توافقنامې مطابق دسولې پروسې د چټکتیا او باور فضا رامینځته کولو لپاره ضروري دي.

د یادونې وړ ده چې ددحې تړون خلاف، افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پوځي حضور تمدید، د طالبانو له غبرګون سره مخ شوي او په پایله کې یې هیواد کې د جګړو ډګر هم ګرم شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: