طالبان: له یوې خوا د سولې نغارې، له بل لوري د تور لیستونو شتون، نه توجیه کیږي

  عزم،سه شنبه،۱۴غویي۱۴۰۰):طالبانو په خپله اوونیزه سرمقاله کې یوځل بیا په ملګرو ملتونو او ټولو جهتونو غږ کړی چې که واقعا د افغانستان د موضوع له حل او د مذاکراتي پروسې له بریا سره علاقه لري، باید نور په تور لستونو کې د دوی د مشرانو د نومونو پر پاتې کېدو ټینګار ونه کړي، ځکه چې په وینا یې «کله چې د یو چا نوم په تور لست کې داخل شوی وي، په هغه دې مختلف النوع بندیزونه لګولي وي او یا دې د هغه په سر جائزه اعلان کړل شوې وي. په داسې صورت کې بیا هغه کس یا ډلې ته د جوړجاړي خبره نه یوازې غیر منطقي ده بلکې د کومې نتیجې تمه هم ترې نه شي کیدلای»

طالبانو د افغانستان د مسئلې د حل او مذاکراتو د بریا په وړاندې لوی خنډ همدا د تور لست او د جائزو لستونه بللي چې لا هم ددوی د یو شمیر مشرانو نومونه په کې ځای شوي او ویلي یې دي چې : «عجیبه دا ده چې د دغو بندیزونو او جائزو وضع کوونکي له یوې خوا ظاهرا د سولې او جوړجاړي نعرې وهي، خو بل اړخ ته یې لا هم د اسلامي امارت د ځینو مشرانو نومونه په تور لست او یا د جائزې په لستونو کې ساتلي دي»

سرمقاله وایي چې طالب مشرانو د ترویکا غونډې له ګډونوالو ی هم په جدیت او قوي استدلال سره ددې موضوع حل وغوښته چې په پایله کې یې د هغوی په مشترکه اعلامیه کې هم ددې خبرې ملاتړ وشو.

طالبانو ټینګار کړی چې د دوه جانبه اعتماد لپاره اړینه ده چې ددوی د مشرانو نومونه له تور لست او د جائزې له لست څخه په معلق او مشروط ډول نه؛ بلکې په مطلق ډول وایستل شي.« هغه تور لستونه چې په تیرو شلو کلونو کې یې هیڅ ګټه نه ده رسولې، بلکې علاوه یې دوه اړخیز اعتماد زیانمن کړی او د مذاکراتي پروسې د بریا په وړاندې د یوه خنډ په حیث پاته شوي دي، نور یې ختمول یوه مهمه اړتیا ده»

سرمقاله کې پر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو غږ شوی، د دې په ځای چې طالبانو ته بیلابیلې سپارښتنې وکړې، تر ټولو لومړی باید خپل مسؤلیتونه وپیژني او په ترسره کولو سره یې ثابته کړي چې واقعا د افغانستان د موضوع له حل او زموږ په هیواد کې له سولې او ثبات سره علاقه لري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: