نیویارک ټایمز: له افغانستانه د امریکا د انخلاء لومړۍ ورځ څنګه پیل او ختمه شوه

عزم (سه شنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۰): امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مې په درېمه ”په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ختمولو لومړۍ ورځ“ تر عنوان لاندې له کندهار هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه راپور خپور کړی دی.

راپور لیکي، د مې په لومړۍ ورځ (تېره شنبه) سهار مهال یوه باري افغان الوتکه د هېواد په سوېل کې پر دې هوايي ډګر کښېناسته. په الوتکه کې مرمۍ، هوانونه، او ۲۵۰-پاونډه بمونه وو څو په جګړه کې ښکېل ځواکونه اکمال کړي. د شپې په نیمايي کې پر هماغه ځغاست لیکه باندې یوه امریکایۍ سي-۱۳۰ الوتکه روانه وه، او په دې ډول یې له افغانستانه د امریکا د پوځي انخلاء د لومړۍ ورځې رسمي پای ښوود. دا امریکایي الوتکه له مرمیو، تجهیزاتو او تلونکو امریکایي عسکرو ډکه وه. د دې په څېر نورې الوتکې هم وې چې په هغه شپه یې له افغانستانه د امریکا د جنګ بقایا لیرې کول.

راپور وايي دا هوايي ډګر به تر هغه وروسته افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي چې امریکایي او ناټو ځواکونه ټول هغه څه ترې یوسي کوم چې دوی ته حساس ښکاري.

ورځپاڼه لیکي، د شنبې په ورځ صحنې داسې ښووله لکه د امریکا د یو ټرېلیون ډالرو جنګي ماشین چې د ګیراج په خرڅلاو بدل شوی وي. په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ز کې چې کله دا هوايي ډګر د خپل فعالیت په اوج کې و، رسټورانټونه، دوکانونه، لوبغالي، جیمونه او نور ځایونه پکې وو. خو اوس یې جیمونه او تش هنګارونه د شل کلنې جګړې له وسایلو ډک دي. د مسافرو ټرمینال، چې یو وخت به عسکر ترې د هېواد نورو برخو ته انتقالېدل، اوس تک تور و او په ګردونو لړلې تشې څوکۍ پکې پرتې وې.

راپور وايي، د امریکا انخلاء یوازې څو دېواله هاخوا د ناهیلۍ له وضعیت سره مل دی. په هماغه ورځ، جګړن محمد بشیر زاهد، یو افسر چې د افغان هوايي ځواکونو د قوماندې د یوه کوچني مرکز مشر دی، د امریکا لخوا په خپل جوړ کړي اېر-کنډېشنډ دفتر کې ناست و – په واټساپ کې په پیغام لیکلو بوخت و څو د جګړې په ډګر او نږدې پوستو کې د طالبانو له ګواښ سره مخ افغان ځواکونو ته هوايي ملاتړ ورسوي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، جګړن زاهد توقع درلوده چې یوه ورځ به داسې هم راشي چې د امریکايي ملاتړ غوښتنې ته به یې ځواب ونه ویل شي. د شنبې په ورځ نوموړي حتی د امریکايي ملاتړ غوښتنه هم ونکړه، او پرځای یې له افغان چورلکو او بم غورځونکو الوتکو سره په اړیکه ټینګولو تمرکز کاوه.

په راپور کې راغلي جګړن زاهد له دې امله د امریکا انخلا ته نه و غوسه چې هوايي ملاتړ به کم شي، بلکې په هغو SUV ګاډو غوسه و چې امریکایانو له دې امله ویجاړ کړي وو چې ورسره وړلای یې نه شوای. جګړن زاهد په خپل ټلفون کې د ویجاړو شویو ګاډو انځورونو ته په اشاره وویل، ”دا هغه څه دي چې ما ډېر خفه کوي“.

راپور وايي په غالب احتمال امریکا دا ګاډي ځکه ویجاړ کړل څو د خرڅلاو مخه یې ونیول شي ځکه چې د افغان پوځ په لیکو کې فساد زیات دی.

کله چې د ماسپښين په ۲ بجو د ځغاست لیکې په اوږدو کې د چاودنې غږ واورېدل شو، جګړن زاهد فکر وکړ چې امریکایان نور ګاډي تخریبوي، خو دا چاودنه د هغه توغندي وه چې له بهره راتوغول شوی و. ورځپاڼه وايي، که څه هم توغندي د افغان ځواکونو خوا ته ولګېدل، خو امریکایانو دا پر خپل ځان د طالبانو برید وباله.

نیویارک ټایمز لیکي، سره له دې چې امریکايي مرکچیان په قطر کې د طالبانو په قانع کولو اخته وو چې امریکایان رښتیا هم وځي او پر دوی به برید تېروتنه وي، خو بیا هم پوځ د وتلو پر مهال د برید تمه درلوده.

راپور لیکي امریکا هم یاد برید ته غبرګون وښود. د U.S.S. Eisenhower بېړۍ F/A-18 جنګي جیټ الوتکې په هوا کې وې. دا الوتکې له عربي بحیرې افغانستان ته د The Boulevard په نوم له هوايي ټرانزېټي لارې افغانستان ته رارسېدلې وې. The Boulevard د پاکستان په لوېدیځ کې د هوايي فضا یو دهلېز دی چې د ناټو او امریکا الوتکې یې افغانستان ته د راتلو لپاره کاروي. دې الوتکو د کندهار په یوه سیمه کې پر هغو نورو پاتې توغندیو باندې په جي پي ایس رهبري کېدونکي بمونه وغورځول چې د هوايي ډګر په نښه کولو ته درول شوي وو. د هر غورځول شوي بم بیه تر لس زره ډالره زیاته وه.

ورځپاڼه وايي، د امریکايي عسکرو یوې ډلې ته د یوې راتلونکې الوتکې بارول ورله غاړې و، خو خبر نه وو چې پخپله به کله کور ته ځي. سبا او که د سپټمبر په ۱۱مه؟ د دې عسکرو دنده دا وه چې بل امریکايي بېس ته تر تګ وړاندې د کندهار هوايي ډګر وتړي، خو په دې ځای کې د تخلیه کولو لپاره یوازې یو څو تعمیرات پاتې وو.

 په راپور کې راځي چې د افغان جګړې پای د هغې د پیل په څېر نه ښکارېده. هغه عملیات چې د طالبانو د رانسکورولو او د سپټمبر د یوولسمې د برید د مسؤلینو د وژلو په هدف پیل شول، په شلو کلونو کې د څو ټرېلیونه ډالرو په پوځي صنعتي کار بدل شو، په دې جوړونه دومره پیسې لګېدې چې څو کاله یې د ختمېدو یا انحلالېدو امکان ختم ګڼل کېده.

د راپور په پای کې ویل شوي، په دې ورځ د طالبانو مشهوره مقوله راچورلېده چې وايي: تاسې ساعتونه لرئ او موږ وخت. په یوه خزلدانۍ کې یو غورځول شوی دېوالي ساعت پروت و، او د ثانیې ستنې یې لا هم ټکهاری کاوه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button