هلمند کې د جګړو وروستی حال؛طالبانو د دریو ولسوالیو انتقالي مراکز نیولي

  عزم،سه شنبه،۱۴غویي۱۴۰۰: په داسې حال کې چې د هلمند په مرکز لښکرګاه، ناوې، ګرشک او نهر سراج ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو لخوا پراخ عملیات پیل شوي؛ تازه د طالبانو ویاند دغه ولایت کې د وروستیو تحولاتو په هکله څرګندونې کړې دي.
طالبان وایي، تیرو ۲۴ساعتونو کې یې د ناوې په ولسوالۍ کې دوکیل اغاولي قرارګاه؛ دلوی کلي او عینک سیمې دوه ۲پوځي ماموریتونه او دموسی کلا، خانشين او دیشو ولسوالیو ۳ انتقالي مرکزونه نیولي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي د ۲۸عسکرو د وژل کیدو او ۲۲امنیتي پوستو د سقوط ترڅنګ، د ۵ ټانګونو ۶ لُکسل موټرونو ۲ رینجرو ۲ ډاډسنو ۲ فلډر موټرو ۱ ویټز ۸ موټرسایکلانو ۷ ثقیلانو، ۹ کلاشنکوفونو ۴ کرمولیانو ۱ سپیجنین توپ ۱ چریکي هاوان او زرګونو مرمیو د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی.

که څه هم دفاع وزارت تر سلو ډیرو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي، خو طالب ویاند بیا یواځې دخپلو دریو منسوبینو د ټپي کیدو او دوو نورو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

سرچینه وایي چې دا مهال، دناوې ولسوالۍ ۹۹.۹سلنه سیمه مکمله شنه او دښتي ساحه د طالبانو تر کنترول لاندې راغلې او یواځې د ولسوالۍ مرکز له حکومتي ملیشو سره دی.
آخوا بیا په نهر سراج کې هم د ۱۳پوستو د سقوط او له لسګونو میله وسلو سره یوځای د ۲۶عسکرو د تسلیمیدو خبر ورکړل شوی دی.
ویل کیږي چې د هلمند د بولان او بشران سیمو امنیتي مرکزونه هم د طالبانو لاس ته لویدلي او په نورو سیمو کې هم پرمختګونه شوي.

دولتي چارواکو تر دې مهاله د طالبانو د پرمختګونو په تړاو څه نه دي ویلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: