دروژې دريمه لسيزه اوڅلورارزښتناک اعمال

م. بسم الله حيدري

څرنګه چه دروژې مياشت په ډيرو فضايلو اوبرکاتو مالامال ده
خصوصا دريمه لسيزه ډيره دقدر وړ ځکه ده چه دقدردشپې احتمالات او روايات پکې پرېمانه اوزيات راغلي دي
نوبناﺀ په همدې دريمه لسيزه کې داڅلوراعمال ډېر ارزښتناک بلل کیږي
دغه اعمال بايد په همدغو شپوکې هره شپه ترسره شي
ګوندې الله موپه لاندينيو ستروانعاماتوباندې ونازوي.

١.حضرت کعب الأحبار رضي الله عنه فرمایي چه څوک دقدرپه شپه له زړه نه درې ځلې لااله الاالله ووايي
الله جل جلاله درې انعامات په بدل کې ورکوي
په اول ځل ويونکي ته ټول واړه ګناهونه معاف کوي
په دوهم ځل د جهنم څخه نجات ورکوي
په دريم ځل دجنت لايق او مستحق ګرځي.

٢.حضرت علي کرم الله وجهه فرمايي چه څوک دقدرپه شپه ٧ وارې انا انزلنه فى ليلة القدر يعنى سورة القدر ووايي
په جايزه کې الله جل جلاله دوه انعامات ورکوي
الله جل جلاله له هر مصيبت نه امان ورته نصيب کوي
او اويازره ملايکې ورته دجنت دعاګانې کوي.

٣.حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما وايي چه رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي.
چه څوک دقدرپه شپه کې دوه رکعته لمونځ په لاندې ډول وکړي
چه په هر رکعت کې له يوځل سورت فاتحې ويلونه وروسته ٧ سورت اخلاص ووايي
اودسلام ګرځولو نه وروسته (٧٠) وارې استغفرالله واتوب اليه ووايي
الله جل جلاله ورته په بدل کې دا ستره بدله ورکوي
چه نوموړى لمونځ کوونکى لاله خپلې مصلى نه وي جګ شوى
چه نوموړي ته او موراوپلار ته يي بخښنه او مغفرت نصيب شي.

٤.چه څوک دقدرپه شپه څلور رکعته لمونځ په لاندې ترتيب سره اداکړي
په هررکعت کې له يوځل فاتحې ويلو وروسته الهاكم التكاثر يعنى سورت تکاثر ووايي
ورپسې درې ځله سورت اخلاص ووايي
الله جل جلاله ورته په مقابل کې دوه سترې سختۍ ترې پورته کوي
دمرګ سختۍ ورته اسانه شي
اودقبرله عذاب نه نجات ورته نصيب شي.

مأخذونه! درة الناصحين، نزهة المجالس، تحفة الصيام صفحه ٤١،٤٢

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button