اشرف غني: که اوربند تأمین او جمهوري نظام ساتل کیږي؛ ‘مؤقت حکومت’ منم

  عزم،سه شنبه،۱۴غویي۱۴۰۰): اشرف غني د لومړي ځل لپاره د مؤقت حکومت په هکله خپله چوپتیا ماته کړې او په مشروط ډول یې د لنډمهالې ادارې رامنځته کیدو ته زړه ښه کړی دی.

غني د فارین افېرس(Foreign affairs ) په نامه یوې لویدځې مجلې ته د «افغانستان خطر او فرصت شېبې» تر عنوان لاندې مقاله کې ویلي چې، کله هم طالبانو اوربند ته چمتوالی ونیوو، نو وروسته به دواړه لوري د لنډ‌مهالي دولت په اړه پرېکړې وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې لنډمهالې ادارې ته هغه مهال واک سپاري، کله چې د جمهوریت جوړښت په خپل ځای پاتې شي او مقابل اړخ هم دا معیار ومني.

نوموړي خپله مقاله کې وړاندې ویلي چې ، د سولې مذاکرات یو بې طرفه منځګړي ته اړتیا لري چې تر ټولو غوره آپشن به ملګري ملتونه وي او هغوی به د اوربند د نه ماتولو لپاره د ناظرینو په توګه موجود وي.

اشرف غني ویلي، چې د سولې تر نامه لاندې لنډمهالې اداره باید د لنډ وخت لپاره وي، انتخابات باید د یوه اصل په توګه ومنل شي او د ټاکنو په ترڅ کې د منتخب زعامت له راتګ سره به مؤقت حکومت پای مومي.
اشرف غني وایي، طالبان په دې غرور چې ګواکې امریکا یې ماته کړې، ښایي د سولې له لارې د واک تر لاسه کیدو ته هیڅ لیوالتیا ونه لري او ټول تمرکز په جګړو وکړي.
اشرف غني داسې مهال دا وړاندیز کوي چې پخوا د واک د تندې له کبله یې مؤقته اداره خپله سره کرښه بلله او په ټول ټینګار سره یې ردوله.
نوموړي میاشت وړاندې تر وخت مخکې ټاکنو وړاندیز هم وکړ، چې طالبانو ونه مانه
  

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button