پنټاګون: د طالبانو بریدونه زمونږ وتل نه اغیزمنوي؛پرخپل وخت خامخا وځو
عزم،سه شنبه،۱۴غویي۱۴۰۰):د امریکا د دفاع وزارت “پنټاګون” ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیوځواکونو د وتلو بهیر په عادي توګه روان دی او د طالبانو کوچني بریدونه یې اغیزمنولای نه شي.
نوموړي ویلي: «مونږ څو ورځې مخکې د کوچنیو بریدونو شاهدان وه، چې زمونږ ځواکونو، تجهیزاتو او پوځي اډو ته یې زیان نه درلود؛ دا ډول بریدونه زمونږ د پوځي ماموریت پر ختمیدو هیڅ تأثیر نه لري، مونږ په خپل وخت خامخا وځو»
تر دې وړاندې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان “سکاټ میلر” د کندهار په هوایي اډه د طالبانو لخوا ترسره شوي توغندوییز بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی وه، چې دا ډول بریدونه بې ځوایه نه شي پریښوودلای.
د شنونکو له قوله، د پنټاګون د ویاند تازه څرګندونې ښیي چې امریکا په هر صورت غواړي خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي او په دې برخه کې هیڅ راز فشار ته توجه نه کوي