طالبانو په بغلان کې له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده

عزم(سه شنبه، ۱۴، غويي ۱۴۰۰): طالبانو د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې له ۲۰۰ بې‌وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرسته د یوه سوداګر له خوا ورکړل شوې وه، چې دوی هم د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو کمېسیون تر څار لاندې د دې ولسوالۍ په اړمنو خلکو ووېشله. «له بې وسلو سره د خوراکي توکو د مرستي په دوام پرون د بغلان په پلخمري ولسوالۍ کې له ۲۰۰ بې وزلو کورنیو سره مرسته وشوه. د غه مرسته د یو بااحساس تاجر لخوا شوې، چې د شهداؤ معلولینو او یتیمانو کمیسیون تر څارلاندې د یادې ولسوالۍ د جوینو کلي کې په اړمنو خلکو ویشله شوې ده.»

د خبرپاڼې له مخې، په دغه مرسته شوو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، وریجې او نور خوراکي توکي شامل وو.« په یاده مرسته کې اوړه، غوړي، بوره، وریجي او نور شامل دي، چې په خپل نوبت به نورو سیمو کې هم غریبو کورنیو ته ورسول شي.»

طالبانو له دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو برخو کې د بې‌وزله کورنیو سره د مرستې سربېره ګڼې ټولګټې پروژې هم تر سره کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: