په ۹ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۶ تنه وژل شوي

عزم(سه شنبه، ۱۴، غويي ۱۴۰۰): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په هېواد کې د وروستیو سېلابونو او ورښتونو له امله تر اوسه ورته د ۱۶ تنو د وژل کېدو او د ۱۰ تنو د ورکېدو راپور رسېدلی دی.

د یاد وزارت چارواکي وايي، په ۹ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۴ کورونه په بشپړ ډول وران شوي، ۱۹۷ کورونو ته زیان اوښتی او ۵۰۰ جریبه ځمکه تخریب شوې ده.

دغه سېلابونه په هرات، میدان وردګ، غور، بغلان، سمنګان، خوست، بامیان، دایکندي او بدخشان ولایتونو کې راوتلي دي؛ خو ډېر زیان په هرات ولایت کې خلکو ته اوښتی دی.

د هرات ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله تر دې مهاله ۱۴ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر کورونه زیانمن شوي دي.

په سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې هم د سېلابونو له امله خلکو ته زیان اوښتی دی.

د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې هم سېلابونو درې تنه وژلي او ۲۰ کورونه یې زیانمن کړي دي.

‏د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، په وژل شوو کې پینځه نارینه، څلور ښځې او څلور ماشومان شامل دي، چې تر اوسه د دوو تنو جسدونه پیدا شوي نه دي.

د فرهاد په خبره، د دغو سېلابونو له امله ۳۰۰ څاروي هم وژل شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې هم ویلي چې نن او سبا ته هم په ځینو ولایتونو کې سېلابونه راووځي.

په دغه ولایتونو کې هرات، فراه، بادغیس، بدخشان، تخار، بغلان، غور، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپیسا ،بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، غزني، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، نورستان او د کابل ګډون سالنګونه هم شامل دي.

دغه ادارې ویلي چې په یادو سیمو کې به د اورښت کچه د (۱۰ نه تر ۲۵) ملي مترو پوری وري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: