د سیلابونو له کبله؛ د هیواد په ۹ولایاتو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي

  عزم،سه شنبه،۱۴غویي۱۴۰۰):په هیواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله د راوتلو سیلابونو په ترڅ کې د هیواد په ځینو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

له پیښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت وایي، په تیرو دو ورځو کې د هیواد په نهو ۹ولایتونو کې د راوتلو سیلابونو له کبله، شاوخوا ۱۶ کسان وژل شوي او لس تنه نور نادرکه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وایي، دا کسان په هرات، غور، میدان‌وردګ، بغلان، سمنگان، خوست، بامیانو، دایکندي او بدخشان کې وژل شوي چې زیاته برخه یې هرات ولایت کې وه.
نوموړی زیاتوي، دغه راز په یادو ولایاتو کې شاوخوا ۴۴کورونه په بشپړ ډول نړیدلي او ۱۹۷نور تخریب شوي دي.
عظیمي وایي، د اورښتونو له کبله ۵۰۰جریبه ځمکه او ۱۲کاریزونه هم تخریب شوي چې دا مهال یې د ټولو زیانونو د سروې چارې پیل کړې څو له متضررینو سره مرستې وکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button