په هلمند کې د شفتالو حاصلات ډېر شوي
عزم(سه شنبه، ۱۴، غويي ۱۴۰۰): د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شفتالو حاصلات زیات شوي او د کمیت او کیفیت له پلوه یې مېوه ښه ارزول شوې ده.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د دې ولایت په ۱۳۲ هکټاره ځمکه کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې په في هکټار د ۱۵ ټنه حاصلاتو په اټکل سره د دې ولایت د شفتالو سږني حاصلات به ۱۹۸۰ مټریک ټنه وي.
د الکو په خبره، په ۱۳۹۹یم کال کې شاوخوا په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د مېوو نوي بڼونه په دې ولایت کې جوړ شوي دي، چې زیاته برخه یې د شفتالو بڼونه دي. «بزګرانو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، ښه هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه هغه عوامل دي، چې ددې ولایت د شفتالو حاصلات زیات شوي او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.»
دی وايي، د هلمند د کرنې اداره هلې ځلې کوي، چې د هلمند کورني محصولات پیاوړي کړي، بزګر په پښو ودروي او د دې ولایت د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت کچه لوړه کړي.
روانه اوونۍ د ننګرهار ځايي چارواکو هم ویلي وو، چې په دغه ولایت کې د پرو سږکال په پرتله سږ کال د شفتالو حاصلات ښه شوي دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د شفتالو بڼونه رواج شوي، چې هم ښه حاصلات ورکوي او هم یې ونې ژر مېوه نیسي.