هوا پېژندنې ادارې په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی

عزم(سه شنبه، ۱۴، غويي ۱۴۰۰): د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روانې غويي میاشتې له ۱۴مې نه تر ۱۵مې به په هرات، فراه، بادغیس، بدخشان، تخار، بغلان، غور، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، غزني، دایکنډي، پکتیکا، نورستان او د کابل په ځینو برخو او د سالنګونو په شمول کې د سېلابونو د راوتو امکان شته، چې د ورښت کچه به په بېلابېلو نقطو کې له ۱۰ نه تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.

د دې ادارې سربېره د اوبو چارو د تنظیم ادارې هم په هېواد کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی. خو یادې ادارې د سېلابونو موده د روانې غويي میاشتې تر ۱۶مې نېټې ښودلې ده.

«د هایدرومتیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیم بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت اټکل کړی، چې دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتو ډېر اټکل د (پنج امو، شمال، هریرود مرغاب، هلمند و کابل) حوزو کې شوی دی.  په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالی په (کوکچه، تالقان، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، جوزجان، کوشک و کاشان، فراه، هلمند، پنجشیر، غوربند، ننګرهار، کونړ، کابل، خوست او پکتیکا) سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینې سیمو کې به سېلابونه راووځي.»

په خبرپاڼه کې له ټولو هغو خلکو څخه هیله شوي، چې د سیندونو پر غاړو هستوګن دي. «له همدې کبله ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند په غاړو او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.»

د یادونې وړ ده، د وروستیو ورښتونو له امله په هېواد کې سخت سېلابونه راوتلي دي، چې ګڼو خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button