روغتیا وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۲۳۴ تازه پېښې ثبت کړي

عزم(سه شنبه، ۱۴، غويي ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا د ۲۰۷۸ مشکوکو پېښو معاینات ترسره کړي دي، چې ۲۳۴ یې مثبت وو.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی وايي، د کرونا ډېرې پېښې په ننګرهار کې ثبت شوي دي.« تر ټولو ډېرې پېښې په ننګرهار کې ثبت شوي. ۸۱ په ننګرهار، ۳۱ په کابل، ۲۴ په کندهار او ۲۳ پېښې بیا په بلخ ولایت کې ثبت شوي دي.»

دی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ۱۳۳ تنه رغېدلي، خو شپږ تنه بیا ترې مړه شوي دي، چې دوه تنه په کابل، یو تن په کندوز، دوه تنه په کونړ او یو تن په لغمان کې له کرونا مړ شوی دی.

د کرونا د تازه پېښو د ثبتېدو سره په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر هم ۶۰.۷۹۷ ته ورسېد، چې ۲،۶۵۴ تنه ترې مړه شوي، ۵۳،۶۹۴ تنه ترې رغېدلي، خو ۱،۱۲۴ تنه لا هم له دې ناروغۍ کړېږي.

په افغانستان کې د کرونا د نوې څپې د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې شوي او تر دا مهاله څه باندې ۳۴۰زره کسان هم واکسین شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا د درېیمې څپې لپاره یې ځینې اقدامات کړي دي، چې له ایران او پاکستان سره د مسافرو پرمخ د پولو تړل کېدل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: