د سولې په تړاو د ډاکټر غني تازه مقاله!

د افغان سولې په تړاو مې د ډاکټر غني تازه لیکنه د فارن افیرز په پاڼه ولوسته چې جالبو موضوعاتو ته پکښې اشاره شوې، ددې لیکنې عنوان خورا خوږ خو محتوا یې ډیره مغلقه او ذهنیت مغشوشوونکې وه چې په مېنځ کې داسې څه لري چې د راتلونکي په اړه افغان جګړه ځپلي ولس ته چندان ښه زیري نلري.
تر هر څه وړاندې او مهم یو جالب اعتراف چې پدې لیکنه کې تر سترګو کېږي هغه دا دی چې وایي د بهرنیانو په وتلو به افغانان پخپل هیواد کې واقعي حاکمیت ته لاسرسی پیدا کړي، دا د طا لبانو په هغې داعیې د تائید مهر وهي چې ویل یې د کابل اداره د بهرنیانو لاسپوڅې او بې اختیاره ده.

اشرف غني د لیکنې په لومړیو برخو کې د قدرت د سولیز انتقال خبره کوي او هیله څرګندوي چې ددغه انتقال سره باید په عامه خدماتو او په لویه کې په حکومتولۍ کې کوم خلل رانشي خو دا چې څنګه دا کار ترسره شي داسې قیدونه او بندونه ورته اچوي چې د روانې شخړې د حل نه بلکې د اوږدېدو باعث کېدلای شي.
دی د نورو ترڅنګ د خپل ۷ کلن واک په لاسته راوړنو کې په ډیر افتخار له هغو دوه دورو ( ۲۰۱۸ کې اته کاله وروسته پارلماني او په ۲۱۰۹ کې شاوخوا یو کال ځنډېدلي د جمهوري ریاست) ټاکنو یادونه کوي چې د نړۍ د تاریخ تر ټولو مسخره ترینې ټاکنې بلل کېږي، د خلکو ګډون پکښې په بېسارې کچه کم او د رایو په مټ د سرنوشت ټاکل پکښې سوال بر انګېزه وه، د لیکنې په اوږدو کې په طا لبانو تور پورې کوي چې د ښځو او اقلیتونو له حقوقو انکاري دي حال دا چې طا لبانو په وار وار ددې موضوعاتو اړوند خپل سپیناوی کړیدی او خپل موقف یې روښانه کړی چې دده له وینا سره سمون نه خوري.
په لیکنه کې ډېر تمرکز پدې کېږي چې دنیا او سیمه څنګه یو افغانستان غواړي، په وینا یې یو ډیموکراتیک، آزاد، اسلامي، بېطرفه او متصل، دی نه وایي چې وخت ددې راغلی چې اوس باید افغانان پخپله تصمیم ونیسي چې څنګه یو نظام غواړي او د راتلونکې په اړه مستقلانه پرېکړه وکړي.
ډاکټر غني پخپله لیکنه کې لا هم کوښښ کوي چې طا لبان د پاکستان ګوډاګیان وښي او تاکید کوي چې دا ډله باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو په تړاو وضاحت ورکړي، دا هغه ادبیات دي چې د شمال ټلوالې استخباراتي غړي امرالله به د سولې ضد څرګندونو کې کارول.
دی اوس هم د طالبانو او القاعدې تر مېنځ د اړیکو په اړه غرضي یادونه کوي او بیا له طالبانو غواړي چې په راتلونکې کې د دې او اسـلامي دولت (داعش) ډلې په وړاندې له حکومت سره ګډ دریځ ونیسي او په وړاندې یې وجنګېږي، دا پدې معنی چې له سولې وروسته هم د تروریزم تر نامه لاندې پخپله خاوره د پروژوي جګړو د تداوم لپاره اراده شته او که چېرته سپانسر شي نو دوی ترې درېغ نکوي، حال دا چې افغانان څه چې امریکایان لا نور د تروریزم تر نامه لاندې له جګړې او د پیسو له مصارفو خسته شوي او هېڅ کومه دلچسپي نوره پدې څانګه کې نلري.
په لیکنه کې د طا لبانو او حکومت ترمېنځ د ممکنه سولې د توافق د تائید لپاره د لویې جرګې په رابللو باندې تاکید کېږي، داسې مسائل د سولې لپاره د کومې ارادې څرګندونه نکوي بلکې د جګړې د تداوم بهانه ګرځي، پداسې حال کې چې طا لبان ددې نظام مشروعیت نه مني نو تر چتر لاندې به د هغې جرګې رابللو ته څنګه اماده شي چې له طا لبانو سره د سولې د توافق تائید یا رد وکړي، د سولې مخ ته داسې بندونه اچول پخپله د جګړې غځولو ته پلمه او د وخت ضیاع ته لار هوارول ګڼل کېدای شي.

سوله د افغان ولس ارمان او د وخت تر ټولو اساسي لومړیتوب دی چې باید د زړه له کومې ورته کار وشي، نه دا چې په خوله یو څه او په عمل کې بل څه وشي، د جګړې تداوم او د زور له لارې د واک ساتل یا یې نیول د افغانانو درد نشي دوا کولای او نه د یرغل په وړاندې د افغانانو د بېسارې قربانۍ حاصل ترلاسه کولای شي، پکار ده چې طرفین د هیواد د عُلیا مصالحو په نظر کې نیولو سره له زغم او ګذشت کار واخلي تر څو هیواد لدې بحرانه په ګډه راوباسي او مونږ ټول د دائمي ثبات په لور چټک ګامونه واخلو.
#سوله_زمونږ_لومړیتوب

خیر الله شینواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button