د هېواد زراعت ولې له تباهي سره مخ دی؟

عبدالرحمن سعيد
زموږ ګران هېواد ته الله تعالی د ښه موقعيت، ښايسته آب و هوا او قيمتي معدنونو تر څنګ؛ ډېرې پراخه زراعتي ځمکې هم وربښلې دي. الحمدلله زموږ د هېواد اکثره هوارې سيمې د زراعت لپاره ډېرې مناسبې دي، غرونه مو هم تر ډېره د ځنګلونو او باغونو لپاره مناسب دي او ځينې هغه غرونه چې ونه بوټي نه لري، هلته الله تعالی نور معدنونه پيدا کړي.
دا هر څه الله تعالی زموږ په خدمت کې راکړي، له هرې برخې څخه بايد اړونده ګټه واخلو. ځمکې څخه موږ هر ډول ګټور مواد تر لاسه کولی شو، خو دا چې څه ډول ګټه ترې واخلو؟ څنګه يې استعمال کړو؟ او څرنګه مارکيټ ورته پيدا کړو؟، دا هر څه زموږ عقل او تدبير پورې اړه لري.
زموږ هېواد پراخ او نفوس مو نسبتاً کم دی، همداراز له بدغه مرغه د سبزي جاتو او مېوو د ساتنې لپاره يخې خونې هم نه لرو، نو ځکه خو موږ د خپلې سبزي او مېوو پلورلو لپاره يو ښه بازار او مارکيټ ته ضرورت لرو.
کله چې زموږ کښت او فصل حاصل ته ورسيږي، نو دا زموږ له مصرف څخه زيات دی، ساتلی يې هم نه شو، نو بايد چې پر نورو يې وپلورو. که داسې نه شي نو زموږ ټول حاصلات خپل قيمت له لاسه ورکوي، ضايع کيږي او په دې توګه مو هېواد ته په ميليونونو زيان اوړي.
متأسفانه زموږ ټول مصارف وارداتي دي، خو هغه څه چې موږ يې لرو او آن له موږ څخه اضافه وي، بهر ته يې نه شو صادرولی. دا ځکه چې د کابل حکومت داسې کوم پروګرام نه دی برابر کړی، چې خپل اضافه حاصلات بهر ته صادر کړي. حکومت د خپلو حاصلاتو لپاره هيڅ مارکيټ نه لري، نو له همدې امله هر کله چې دلته زموږ سبزي جات او مېوې حاصل ته ورسيږي، قيمت يې کم شي، د ځينو خو حتی د يو من بيه پنځه، لس، شل او دېرشو افغانيو ته راښکته شي! نو له دې امله زموږ بزګران بې چاره ګان هم هر کال د ګټې پر ځای نوي نوي تاوانونه ګالي.
همدا اوس، چې د ټينډيو وخت دی، قسم په الله تعالی چې همدا اوس هم په جلال اباد کې په اته روپۍ، لس روپۍ من دی، چې خلک يې خپلو مالونو ته اخلي او د بوسو پر ځای يې استعمالوي!
همداراز، تر دې مخکې کله چې د تور بانجانو وخت ؤ، هم دغه حال ؤ او کله چې د پيازو، روميانو او يا د هندواڼو او خټکيو موسم راشي بيا من په پنځه، لس روپۍ وي. پروسږ کال خو حتی په فراه کې د هندواڼو من دوه او درې روپيو ته ورسېد! حال دا چې د فراه په شان ښکلې هندواڼې بايد په نړيواله کچه لوړ قيمت ولري.
همدا شان ډېر ځله خلکو روميان، پياز، هندواڼې او خټکي په پټيو کې پرېښودل، ځکه چې د راشکولو او راټولولو نه ارزېدل او آن بيرته يې د کاريګرو مزدوري هم نه برابروله.
تاسې بزګران وپوښتئ، اکثره وخت د دوی فصل سر په سر تمام شي، هسې پکې څو مياشتې ستړي وي او کله کله خو پکې له جيبه هم تاواني شي.
حل لاره څه ده؟!
حل لاره يې دا ده چې حکومت د خپلو حاصلاتو لپاره په نورو هېوادونو کې ښه ښه مارکيټونه پيدا کړي او خپل اضافي حاصلات بهر ته صادر کړي.
خو متأسفانه چې په اشغال شوي هېواد او پرديو پورې تړلي نظام کې؛ د نورو برخو په څېر د زراعت برخه هم په صفر کې ضرب وي. ځکه چې دا هر څه يوازې آزاد او خپلواک حکومت کولای شي. کله چې حکومت په سياسي پاليسي کې خپلواک وي، هغه د خپلو هېوادنيو ګټو پر اساس له نورو سره پالي او هر هېواد کې خپلې ګټې تعقيبوي. خو کله چې کوم نظام ازادي نه لري، هغه نو حتماً د نورو په اشارو چليږي او هر څه يې د نورو په لاس کې وي. کسی که نان میدهد، فرمان ميدهد.
نو دا دی په خپلو سترګو وينو چې زموږ د سبزي جاتو او مېوو لپاره زموږ خپل ګاونډي هېوادونه زموږ لپاره تر ټولو ښه مارکيټ دی، خو د کابل حکومت د خپلو ګاونډيانو پر ځای، د ځمکني سرحد له درلودلو پرته، له هندوستان سره هوايي يارانه کوي او همدا شان کله نا کله اروپايي هېوادونو ته د هوايي دهليزونو هوايي راپورونه ورکوي.
موږ له پاکستان سره اوس دوه نيم زره کيلو متره سرحد لرو او د سرحد په هره نقطه کې له کرښې ورهاخوا پراخ او ګڼ مېشتي ښارونه اباد دي، نو که موږ خپل حاصلات هلته خرڅولی شوای، ولې به په جلال اباد کې من په لس او پېښور کې کيلو په ديرش وه؟
دلته د دوه لسيزو تبليغاتو زموږ هېوادوال داسې ګنګس کړي چې اوس په خپله ګټه او تاوان هم نه پوهيږي. زموږ ډېر هېوادوال اوس تش د پاکستان نوم هم نه شي اورېدلی، حال دا چې همدا زموږ ګاونډی دی، ښه دی که بد، خو دوه نيم زره کيلو متره سرحد ورسره لرو. نو موږ دا نه وايو چې پاکستان زموږ ډېر مخلص او ښه ګاونډی دی، بلکې مطلب دا چې که ښه دی يا بد، خو بايد په خپله ګټه يې وڅرخوو، دومره اړيکې بايد ورسره وساتو چې خپلو صادراتو ته يو مارکيټ ولرو، هندوستان به زموږ کوم درد ته دوا شي؟
که حکومت پاکستان ته له منځنۍ اسيا هېوادونو سره ترانزيټي لاره برابره کړي، نو حتماً به په مقابل کې پاکستان هم موږ ته خپل هېواد کې او همداراز د ځمکې له لارې له هندوستان سره هم زموږ د صادراتو لپاره زمينه برابروي.
خو غم دا دی چې افغان حکومت د هند د خوشالولو لپاره خپل ځان هم تاواني کوي، خو پاکستان سره اړيکې نه جوړوي.
همداراز دلته د بهرنيو تبليغاتو په واسطه خلک داسې کښت ته هڅول کيږي، چې زموږ په لومړيتوبونو کې نه راځي. مثلاً دلته اينجه، زعفران او نور ډول ډول بوټي او سبزي کرلو ته خلک هڅول کيږي، خو تر اوسه يوې راډيو يا د حکومت يوه چارواکي خلک ونه هڅول چې غنم وکرئ! حال دا چې غنم زموږ د ژوند له لومړنيو اړتياوو څخه شمېرل کيږي.
اضافه لا دا چې له بهره وارداتي اوړو باندې هم حکومت ټکسونه لوړ کړي، نو چې زموږ تر کور او کلي رارسيږي، يوه پنځوس کيلويي بوجۍ دوه زرو ته رسيږي. بل دا چې دغه قزاقي اوړه (چې د تاجکستان په لاره راتيريږي او له همدې امله دلته په تاجکي اوړو مشهور دي) ډېر بې کاره او له غلطي او ميلاوټ ډک دي، بايد چې حکومت د اوړو کيفيفت څارلی او آن لا دا چې د اوړو پر ځای يې بايد غنم اخيستلی وای او دلته په داخل د هېواد کې به خپل زموږ په ژرندو او ميلونو کې ميده کېدل. يو خو به زموږ ژرندې پرې روانې وې او يو شمېر هېوادوال به موږ هم پکې مصروف وو او بل دا چې د اوړو کيفيت به ښه ؤ، له ميلاوټ او هر قسم ټګۍ برګۍ به پاک ؤ.
خو دا هر څه او هره بدمرغي د اشغالګرو هېوادونو د پاليسي برخه ده، تر څو افغان ولس د تل لپاره په ګېډه وږی وساتي، اقتصاد يې وځپي او تل نورو ته محتاج واوسي.
بس زموږ د ټولو بدمرغيو مور همدا د خپلواک حکومت نشتوالی دی. که له ديني او ملي داعيې ورتېر شو، نو په دنياوي لحاظ هم دغه ډول پردي او فاسد نظامونه هيڅکله د خپل ولس درد نه شي دوا کولای.
الله تعالی دې نور په دغه مظلوم ملت ورحميږي…
د يو خپلواک اسلامي نظام لپاره مبارزه او دعاء کوئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: