ننګرهار کې د اوسپنې په برخه کې پانګونه زیاته شوې ده

عزم(چهارشنبه، ۱۵، غويي ۱۴۰۰): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په ننګرهار کې د ګول سیخ او اوسپنې ویلې کولو کارخونه خپله پانګونه لس مېلیونه ډالرو ته پورته کړې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې برخه کې ۱۳کارخونې په کار بوختې دي، چې د ګول سیخ او اوسپنیز توکو بېلابېل تولیدات ترسره کوي.« دغه کارخونې له څو کلونو راهیسې په دې برخه کې کارک وي، چې د ننګرهار ۵۰۰ ځايي خلکو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.»

د خبرپاڼې له مخې، د اوسپنې ویلې کولو یادې کارخونې هره ورځ له لسو څخه تر ډېر ټنو د اوسپنې ویلې کولو وړتیا لري او هم د ګول سیخ تولیدوونکي کارخونې هره ورځ له ۲۵ نه تر اویا ټنو ګول سیخ تولیدوي.

د یادو کارخونو مسوولین وايي، اوسمهال د خپل اړتیا وړ ډېر توکي کوردننه ترلاسه کوي او کم شمېر یې له بهرنیو هېوادونو څخه واردوي.

د یادونې وړ ده، د ګول سیخ خپل محصولات ګاونډیو هېوادونو سربېره د هېواد ګڼو ولایتونو ته هم لېږي.

په ننګرهار کې د جاوېد افغان، همېشه بهار او په نورو نومونو د اوسپنې او ګول سیخ فابریکې فعاله دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: