مسیر ورځپاڼه: ملت نه جګړه او نه اوسنی فاسد نظام غواړي

عزم(چهارشنبه، ۱۵، غويي ۱۴۰۰): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د اشرف غني په پرونیو خبرو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، پرون اشرف غني د طالبانو پر ضد توندې خبرې وکړې.

«ولسمشر غني وایي، د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي.  هغه زیاته کړې ده چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او له دې وروسته هېڅ داسې پلمه نه شته چې پر بنسټ یې طالبان د افغانانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي. ولسمشر غني ټینګار کړی چې له دې وروسته د ملي مسایلو په اړه پرېکړه د حکومت او افغانانو کار دی. ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو توندې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې که چېرته افغانان وي، نو باید د افغانانو د سولې غوښتنې ته لبیک ووایي او که نه، نو هغوی چې د پردو په امر د افغانستان بربادي غواړي، ټول ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.»

د سرلیکنې له مخې، کله چې حکومت د جګړې د مشروعیت خبره کوي، نو ورسره یې د خپلې واکمنۍ موده هم ختمه شوې ده؛ ځکه خلک نور له غلو، فاسدو او نامشروع چارواکو څخه په تنګ شوي او واک باید پاکو، ژمنو او مشروع چارواکو ته ولېږدول شي.

«څه ډول چې د جګړې وخت او پلمه ختمه شوې، همدغسې د اوسني حکومت او چارواکو وخت او پلمه هم ختم شوي دي. د افغانستان خلک که له یوه اړخه د جګړې درول غواړي، له بله اړخه دا هم غواړي چې حکومت نور له دې غلو، فاسدو او نامشروع چارواکو څخه پاکو، ژمنو او مشروع چارواکو ته ولېږدول شي. نور باید څو کسان د خپل واک د دوام لپاره د سولې مخالفت ونه کړي او پرېږدي چې د سولې پروسه بریالۍ شي، څو له یوه اړخه جګړه ختمه شي او له بله اړخه خلک وړ مشران او حکومت وټاکي. د اشرف غني په مشرۍ حکومت چې د اساسي قانون له مخې مشروعیت نه لري، د یوه مجبوریت پر اساس د ناوړه حالت او ناوړه معاملو محصول و، نو ځکه باید نوي حالت ته په کتو سره نوی او وړ حکومت رامنځ ته شي. له همدې امله پکار ده چې د جګړې له درېدو سره سم اوسني چارواکي نور واک پرېږدي او د افغانستان خلک به پرېکړه کوي، چې راتلونکي واکمنان یې څوک وي.»

د مسیر په باور، حکومت غواړي چې جګړه وغځېږي، ځکه په جګړه کې د حکومت ګټه ده. اوس خلک هم پوهېږي چې څوک سوله او څوک یې مخالف دي.

«واقعیت دا دی چې دوی غواړي جګړه وغځیږي څو پکې د دوی ګټې خوندي شي او واک یې وغځېږي. له بده مرغه دا کار خپله اشرف غني کوي او نوموړی د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو پر ځای د سولې لپاره له خپله اړخه اساسي ګامونه واخلي او بیا به خپله خلک قضاوت کوي، چې څوک سوله غواړي او څوک یې مخالف دي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button