لنډه کیسه: صالحه ښځه

استاد: لاس ونیسه!
شاګرد: نه یې نیسم!
ښوونکی غوسه شوه لښته یې تاو کړه او ویې ویل:بې ادبه زه درته وایم لاس ونیسه!
ماشوم: ایا ته غواړې ما ووهې؟
ښونکی: هو!
ماشوم: نه ته ما نشې وهلای!
که مې وهلای شې راشه و مې وهه!
ښوونکی نور هم غوسه شو هلک یې تر لاس ونیو، ادارې ته یې وروست او د ښوونځي مدیر ته یې شکایت وکړ.
مدیر له ماشوم څخه وپوښتل: بچیه ولې بې ادبي کوي او ښوونکي ته لاس نه نیسې؟
ماشوم: مدیر صیب ما ښونکی نشي وهلی، ځکه رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي: چي څوک د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړې، هغه ته ټوله ورځ څوک ضرر نشي رسولی. ما ټول کال د سهار جماعت نه دی قضا کړی.
مدیر او ښوونکي له مینې ماشوم پر ټنډه ښکل کړ او د ده ښې تربیې او اسلامي روزنې ته حیران شول. له ماشوم نه یې د کور پوښتنه وکړه. مدیر او ښوونکي غوښتل چي د ماشوم له پلار سره وویني او د ماشوم د ښې روزنې په ویاړ هغه ته د ښوونځي له خوا بلنه ورکړې. له رخصتي وروسته مدیر له څو ښوونکو سره د ماشوم د کور پر لور روان شول د کور دروازې ته د ماشوم پلار راووت چي له شکله څخه ډیر بې دینه او فاسق ښکاریده، د ماشوم پلار په بې اعتنایي سره راغلو میلمنو ته په خماري اواز وویل: وروڼو دڅه له پاره راغلي یاست ایا زما زوی څه تاوان در رسولی؟
مدیر ورته وویل: وروره موږ راغلي یو ستا د زوی د ښې تربیې په خاطر؛ څو تاسو والدینو ته مبارکي درکړو، ستاسو زوی ډیر صالح او دینداره ماشوم دی موږ غواړو په دې اړه له تاسو څخه هم یو څه واورو!
د ماشوم پلار حیران شو او هغوی یې کور ته بوتلل.
مدیر ورته په ښوونځي کي د ده د زوی حیرانونکې کیسه وکړه.
پلار یې له شرمه په خولو لوند شو او په ریږدیدلي اواز یې وویل: شاید زوی مې دا نه وي درته ویلي چې پلار یې په کلونو کلونو مسجد نه ده لیدلی او…
پلار یې ښه شېبه د پښیمانۍ اوښکې توی کړې او بیا یې زیاته کړه: زه څه خبر وم چي په کور کې مې پریښتې اوسیږي؟!
زما د زوی په ښه روزنه کي زما هیڅ رول نشته، دا هر څه زما د صالحې میرمنې برکت ده او د هغې د پرلپسې زیار نتیجه ده چي نن زه د خپل ماشوم زوی د ایمان په برکت له خپلو ګناهونو توبه باسم او ټول لمونځونه به په جماعت سره ادا کوم.

پند: یوه مسلمانه مور، یوه مسلمانه ټولنه روزي.
د مور غیږه تر ټولو ښه مدرسه ده.
صالحې میندي خپلو بچو ته د دین خبرې او د عبرت کیسې کوي.
مسلمانه مور خپلو بچیانو ته اسلامي تربیت ورکوي.

فطرت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button