کولمبیا کې د نړۍ تر ټولو ستر ۴.۲۵ کیلو ام ولیدل شو

عزم (پنجشنبه، ۱۶غويي ۱۴۰۰): په کولمبیا هېواد کې د نړۍ تر ټولو ستر ام ولیدل شو.
یاد ام چې د نړیوالو ریکارډونو په کتاب «ګینز بک اف ورلډ ریکارډ» کې ثبت شو، وزن یې ۴.۲۵ کیلو ګرامه ښودل شوی، چې په عامه اصطلاح یې پاو باندې څلور کیلو بللی شو.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې: د کولمبیا هېواد یو تن کروندګر له خپلې باغچې نه د ۴.۲۴ کیلوګرامه وزن درلودونکی ام نړۍ ته ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۰۹ کال کې د فلپاین هېواد یو تن کروندګر شاوخوا ۳.۴۳ کیلوګرامه ام بازار ته کې خرڅلاو ته وړاندې کړی و.
باید وویل شي چې د هوا په ګرمېدلو سره یو شمېر ګرمسیره هېوادونو کې د امونو حاصلات زیاتیږي او د ډول، ډول اقسامو تولیدات بازار ته راوځي، چې د وزن او خوند له مخې نړیوال ریکارډونه خپلوي.
هېره دې نه وي، چې امونه په افغانستان کې چندان حاصلات نلري؛ خو په ګاونډي هېواد پاکستان، هندوستان او نورو جنوبي هېوادونو کې پرېمانه دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button