مالیې وزارت د هېواد په پینځو ګمرکونو کې د کمېشنکارۍ سیستم ختم کړ

عزم(پنجشنبه، ۱۶، غويي ۱۴۰۰): د مالیې وزارت د هېواد په پینځو ګمرکونو کې د کمېشن کارانو «یوزرونه» تړلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن یې د پینځو ګمرکونو د کمېشن کارانو سیستم ختم کړی دی. «د کمېشنکارانو لغوه کېدو په اړه د افغانستان حکومت د کابینې د پرېکړې له مخې، مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست نن د هېواد د پینځو ګمرکونو (د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر، خوست، پکتیا، اقینې او کندوز ولایتونو) د کمېشنکارانو یوزرونه وتړل. د کابینې د پرېکړې له مخې سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي پړاوونو ترسره کولو لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست یو ځل بیا له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې تر اوسه یې د یوزر اخیستلو لپاره مراجعه نه ده کړې، غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي پړاوونو کې د ځنډ د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ څخه د یوزر جوړولو فورم ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي پېژندپاڼه، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبر سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.

د یادونې وړ ده له دې وړاندې هم د یوولسو ګمرکونو (پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کونړ، تخار، شیرخان بندر، د کندهار، بلخ او هرات هوایې ډګرونو) د کمېشنکارانو یوزرونه تړل شوي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button