بهرنیو هېوادونو ته د تالک ډبرو صادرات بیا پیل شول

عزم(پنجشنبه، ۱۶، غويي ۱۴۰۰): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، بهرنیو هېوادونو ته د تالک ډبرې د صادراتو بهیر بیا پیل شوی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ننګرهار د صنایعو خونې د مسوولینو له قوله ویل شوي، چې په تېرو دوو میاشتو کې له هېواد څخه بهر ته د تالک ډبرو بهیر پیل شوی او تر اوسه زرګونه ټنه ډبره صادره شوې ده.« له دغه ولایت څخه صادره شوې ډبرې څخه شا اوخوا سل مېلیونه افغانۍ عواید هم راټول شوي دي.»

د خبرپاڼې له مخې، په ننګرهار کې د تالک ډبرې ۳۷ کارخونې فعاله دي، چې د ننګرهار ۵زره اوسېدونکو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.«له ننګرهار د تالک ډېره ډبره هندوستان، پاکستان، تاجکستان، قزاقستان، ازبکستان، تایوان، جرمني، کولمبیا او سرېلانکا ته صادرېږي.»

د یادونې وړ ده د ننګرهار په خوږیاڼیو او شېرزادو ولسوالیو کې د تالک ډبرو کانونه شته، چې هر کال ترې زرګونه ټنه د تالک ډبره له دې کانونو رایستل کېږي او بهر ته صادرېږي.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د تالک ډبرو کانونه په کابل، کندهار، میدان وردګ، لوګر، کونړ، خوست، کاپیسا، پروان او ننګرهار ولایتونو کې ثبت شوي دي، چې وروسته به یې د استخراج بهیر هم پیل شي.

په هېواد کې لا هم سلګونه کانونه کیندل شوي نه دي او ځینې کانونه د زورواکو له لوري په نامسلکي ډول کیندل کېږي، چې ګټه یې یوازې د څو تنو جېبونو ته ځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button