د بیان د آزادۍ شعار؛ د ناسمې استفادې او اختصاص نمونه

خط اول

پر افغانستان د امریکايي یرغل له پیله امریکا، ناټو او کابل حکومت ډېر پام رسنیو ته وکړ. په هېواد کې سلګونه غږیزې، چاپي، انځوریزې او برېښنايي رسنۍ فعاله شوې. په دغو رسنیو کې ګوندي، سمتي، قومي، ژبنۍ او مذهبي هم وې؛ خو په سلو کې ۹۹ سلنه رسنیو د روان یرغل ملاتړ کاوه، د بهرني یرغل پر خلاف د روان مقاومت پر ضد یې پروپاګند کاوه، د خلکو د فکرونو د اړولو هڅې یې وکړې او بېلابېلې خپرونې ترې خپرېدې.

دا چې په افغانستان کې برېښنا یوازې تر ښارونو محدوده ده، نو بهرنیانو د تلوېزونونو پر ځای ډېر پام راډیوګانو ته وکړ. په ډېرو لرو پرتو سیمو کې هم د بهرنیو عسکرو له لوري د دوی په بېسونو کې راډیوګانې فعاله شوې وې. د امریکایانو کاروانونو به خلکو ته د بسکټو ترڅنګ راډیوګانې هم ورکولې چې ځینې مخصوص چېنلونه به پکې اورېدل کېدل. له دغو راډیوګانو به ډېره موسیقي خپرېده او هم به یې د طالبانو پر ضد پرو پاګند کاوه. له دغو راډیوګانو د خوست د «خونمیر» په شان هم خلک غږېدل او د امریکا په دوستۍ کې یې ځانونه تر کفر ورسول.

په افغانستان کې د امریکا یوه لوړپوړي ډيپلوماټ په دې وروستیو کې اعتراف وکړ چې دوی په هېواد کې د رسنیو په راپورته کولو ۱۵۰ میلیونه ډالره لګولي دي.

اوس د رسنیو هغه د ۲۰۰۱ــ ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ زور نه‌شته. د امریکا او ناټو له لوري د«غولېدلو وروڼو!» اعلانات اوس دغو رسنیو ته نه ورکول کېږي او د بهرني تمویل په درېدو سره ګڼې رسنۍ د سقوط پر غاړه ولاړې هم دي. په هېواد کې د رسنیو د ملاتړ او څار ادارې هم مني، چې اوسمهال لسګونه رسنۍ بندې شوي، ځینې یې د بندېدو په حال کې دي او حتا ځینې رسنۍ حکومت ته کلنۍ مالیه هم نه‌شي ورکولای.

بهرنیانو څومره پانګونه چې په رسنیو وکړه، دوی ته یې څومره امکانات ورکول او څومره یې ترې ملاتړ کاوه، که په همدې نیمايي برخې پانګونه په روغتیايي برخه شوې وای، نو اوس به مو هېواد کې داسې مجهز روغتونونه لرل، چې هېوادوال به بهر ته د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره نه مجبورېدل. خو د بهرنیو ګټه په روغتونونو کې نه وه او دوی ته د خپل دُښمن د ځپلو لپاره تر رسنیو بله ښه وسیله نه وه. دوی د همدې راډیوګانو له لارې خپل زور موږ ته ښوده آن داسې اعلانات هم وو، چې موږ تاسې په خپلو کورونو کې هم ګورو او باید په خپلو کورونو کې قرار کېنئ او د مقاومت خیال ونه کړئ.

د بهرنیانو له مالي سرچینو برخمنو رسنیو د دې ترڅنګ چې افغان ولس ته یې د بهرني یرغل پر ضد قیام ترهګري ورښکاروله، همداراز یې داسې پروګرامونه او خپرونې وړاندې کولې چې په بشپړ ډول د افغانانو د کلتور او عنعناتو خلاف وې – او دا هر څه یې د بیان د آزادۍ په نوم ترسره کول.

 په هېواد کې د بیان د ازادۍ د شعار له خپرېدو وروسته دغه حق یوازې د طالبانو پر ضد د فعالو اشخاصو او ادارو لپاره مختص شو. که رسنیو به د طالبانو پر ضد څومره فحش خپرول، دا یې خپل حق باله او وروسته به یې د بیان د ازادۍ شعار ور زمزمه کړ.

په افغانستان کې د بیان د ازادۍ شعار ته د غرب او کابل حکومت ژمنتیا د ملي امنیت ریاست د رئیس له وروستیو څرګندونو ښه جوتیږي. د پارلمان یوه وکیل روانه اوونۍ وویل چې احمد ضیاء سراج په یوه سري غونډه کې دوی ته ویلي چې د طالبانو د افکارو له درلودونکو او خپروونکو اشخاصو سره به د ترهګرو په څېر چلند وشي.

تېر شل کلن وضعیت او د ملي امنیت د رییس وروستي خبرداري ته په کتلو معلومیږي چې د بیان د ازادۍ له شعاره څومره ناوړه استفاده وشوه او ترویجوونکي یې تر کومه حده ورته ژمن دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: