د لوګر د خروار ولسوالۍ امنیه قومندان و وژل شو

عزم(جمعه، ۱۷ غویی ۱۴۰۰): د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ امنیه قومندان تورن عبدالله وړمه شپه د دغه ولایت مرکز اړوند عمراباد سیمه کې له خپلو څلورو ساتونکو سره یوځای وژل شوی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي د عمر اباد سیمه کې د جګړې تایید کړی وو، خو د خروار د امنیه قومندان د وژل کیدو په اړه یې خاموشي ښودلې وه.

خو په امنیه قومندانۍ کې یوې سرچینې د هغه وژل کیدل منلي او زیاته کړې یې ده چې تورن عبدالله هغه مهال وژل شوی چې د عمراباد له پوستې څخه یې لیدنه کوله.

د یادونې وړ دی چې وړمه شپه ناوخته د عمر اباد پوسته د وسله والو په برید کې سقوط شوې وه او پکې میشت ۷ تنه سرتیري وژل شوي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button