له پیام افغان تلویزیون سره د ذبیح الله مجاهد د مرکې مهم ټکي

د مرکې ویډیویي بڼه:

  عزم،جمعه،۱۶غویي۱۴۰۰):• مجاهد: امریکایانو د خپل حکومت د بدلون له کبله د وخت غوښتنه کړې او وایي چې د ځواکونو د وتلو بهیر د نوي حکومت د راتګ له امله په چارو کې د رامنځته شوي له کبله ځنډوي
• مونږ پر امریکا لا هم باور نه لرو چې په نوې نیټه به عمل وکړي کنه.
• مونږ پر بهرنیانو د بریدونو د نه کولو په تړاو، له هغوی سره کوم نوی تعهد نه لرو او په هکله به یې وروسته پریکړه کوو،خو د افغانانو له دود سره سم دښمن باندې د تیښتې پرمهال ښایي برید ونه شي، البته کوم تعهد نه دی ورسره شوی.
• مونږ لکه څنګه چې مسلمانان یو، خپل دیني مسؤلیت او وجیبې ته هم متعهد یو، خو متأسفانه د مقابل لوري په فرهنګ کې دا نشته او یواځې خپلو منافعو ته ګوري.

• د ۷زره بندیانو او تورلیست په تړاو په خلاصون مو لا هم خبرې روانې دي، هڅه کوو ترڅو چې دیپلوماسي د استفادې وړ وي، مخته ولاړ شو خو په عموم کې کومه عملي ژمنه تر اوسه نشته.

• که بهرني ځواکونه ونه وتل، جهاد او مبارزې ته دوام ورکوو او په زور یې باسو.

• داخلي جهتونه دې د فشار، زور او جګړې خبرې نه کوي، مونږ نه غواړو مسائل د زور له لارې حل شي، د تفاهم لار خلاصه ده ټول جهتونه دې د تفاهم له لارې را وړاندې شي، مونږ ټول هضم کولای شو، ټول افغان جهتونه خپلولای شو، خو که مقابل لوری بیا هم خپلو نمایشاتو ته ادامه ورکړي، ښایي هغوی ته ناوړه عواقب ولري.
• که مذاکرات د کابل له لوري د ستونزو سره مخ شول، ممکن د زور غوراوی چې وروستی آپشن دی، په کار واچوو.

• داچې امریکا څه غواړي، نه غواړي مهمه نه ده اوس نړۍ بدله شوې، مونږ اجازه نه ورکوو چې څوک مو داخلي چارو کې فرمایشات وړاندې کړي.
• څوک دې زمونږ د ماتې خوبونه نه ویني اوس څوک د امریکا فرمایشات نه مني.

• مونږ له هغو خلکو نه یو چې د بُن په څیر له بهره نسخې تیارې شي او پر مونږ ومنل شي، که د استانبول کنفرانس د سولې او تفاهم ته د رسیدو لپاره وي مونږ ورسره مشکل نه لرو.
• د جمهوریت ساتل، سرې کرښې او نور فشارونه د امریکایي بمبار په سیوري کې وه، اوس باید د سرو او شنو کرښو له ترسیمولو لاس واخیستل شي او واقعیتونه ومنل شي.
• زمونږ سره کرښه اسلامي نظام ده، نه بهرنۍ نسخه، طرحه، نه بهرنی نظام او نه هم د چا فشار زغملای شو.

• مونږ فکر نه کوو چې مقابل لوری دې اسلامي نظام ونه غواړي او روانو ستونزو د لمنځه وړلو مخنیوی دې وکړي.
• مذاکرات زمونږ اولویت ده، مونږ کله هم د جنګ طرفدار نه یو، غواړو وخت کشي ونه شي.
• د کابل ټیم له شاه نه تخریبیږي، که پوه شو چې مقابل لوری وخت تیریدنه کوي، مونږ په نظامي حل بیا غور کوو.

• دا فلسطین نه ده؛ افغانستان ده، مونږ خاموشه نه شو پاتې کیدای چې له اسلامي نظام ورته تیر شو او د پردیو د فشار سیوري کې هرڅه ومنو او خپلې قرباني په هدر شمار کړو.

• چاچې شل کاله وړاندې فشارونه لګول، اوس په هماغه رول کې نه دي.

• جګړه مو مجبوریت ده، که ورته اړ شو، دوام ورکوو، کنه نو سیاسي تفاهم ته لومړیتوب ورکوو.

• که د تفاهم او نزدیکت لپاره ترکیه کې غونډه کیږي ګډون کوو، خو دا چې پردۍ نسخې راباندې هلته څوک تحمیلوي نه یې شو منلای او نه هم ورځو.

• د ځواکونو د مودې د تمدید په تړاو مو که د امریکا پر نیت شک درک کړ، نو بیا یې پر وړاندې هر ډول اقدام کولای شو.

• له امریکا سره د قراردادي قطعو په هکله هیڅ توافق نه لرو.

• امریکا مفتضحه ماتې خوړلې ښایي بیاځل لپاره افغانستان ته زړه ښه نکړي.

• امریکا د ایران په ګډون له ډیرو هیوادونو سره تړونونه مات کړي، مونږ هم باور نه پرې لرو، هغوی د نړۍ زبر ځواک دي، خو نړۍ کې یواځې مونږ یو چې ځواب ته یې ولاړ یو.

• د ترکیې د ناستې په تړاو؛ که زمونږ شرایط ومنل شي او یو فرصت وبلل شي، د ترکیې ناسته کې ګډون کولای شو.

• که د اسلامي نظام په مخ کې څوک خنډ جوړیږي له تفاهم وروسته مو د مبارزې لار خلاصه ده اوس د شمال په ګډون په ټولو ولایات کې فعال مجاهدین لرو او څوک نه شي کولای جبهې جوړې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: